امنیتي ځواکونه شهیدان دي؟/ خالد روان

شهادت یا شهید کېدل د مسلمانانو له‌پاره د ویاړ مرګ دی. د اسلام لومړۍ شهیده حضرت سمیه رضي الله عنها ده. له هماغه وخته میلیونونه مسلمانان شهیدان شوي. د ځینو مرتبې لوړې او د ځینو ښکته دي. شهادت او شهید کېدل اوس هم شته او عام مسلمانان هغه چاته شهید وايي، چې د الله جل جلاله په لاره کې یې خپل وجود ټوټه ـ ټوټه کړی وي. یا د الله جل جلاله په لاره کې یې خپل ژوند بایللی وي او یا په عامه اصطلاح د کفارو سره په مخامخ جگړه کې وژل شوی وي او یا د هغوی له لوري ووژل شي هغه شهید بلل کېږي.

«شهید هغه چاته ویل کېږي چې د الله جل جلاله په لاره کې په جگړه کې ووژل شي او شهید ځکه ورته ویل کېږي چې د قیامت په ورځ به په ده د منحرفینو له‌خوا د شوي ظلم شاهدی ورکوي.»

الله جل جلاله فرمایلي:﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴾.

ژباړه: هغه کسان چې په الله جل جلاله او د هغه له‌خوا په راستول شویو پیغمیرانو یې ایمان راوړی وي، همدغه خلک صدیقین او شهداء دي، دوی ته به د دوی اجر او نور ورکول کېږي او هغه کسان چې د اسلام نه منکر دي (کافران دي) او زموږ (د خدای تعالی) آیتونو ته یې د درواغو نسبت کړی دی هغه د دوزخ خاوندان دي.

شهید یا شهادت په ډوله دی.
حقیقي شهید او حکمي شهید

لومړی: حقیقي شهید:

هغه وژل شوی مسلمان چې د جگړې پر مهال په جگړه کې ووژل شي، حقیقي شهید دی او په اسلام کې ورته ځانګړي احکام ټاکل شوي دی چې په لاندې توګه دي:

غسل او کفن نه ورکول کېږي، بلکې په هماغو جامو کې به ښخېږي، چې د ده د شهادت په پاکو وینو لړل شوي وي او په هماغه ځای کې به ښخېږي چېرته یې چې ساه ورکړي وي.

دویم: حکمي شهید:

حکمي شهید هغه دی چې رسول الله صلی الله عیله وسلم چې موږ ته په لاندې توګه ښودلي دي:

څوک چې د خپل مال، وینې، ځمکې نه په دفاع کې ووژل شي حکمي شهید دی. همدا راز څوک چې د خیټې په مرض مړ شي، څوک چې په اوبو کې ډوب شي، څوک چې د دېوال یا بل شي لاندې شي، څوک چې د (طاعون) سل په مرض مړ شي او هغه مېرمن چې د نفاس له کبله مړه شي حکمي شهیدان دي. خو د حقیقي شهید احکام پرې نه جاري کېږي او دا حکمي شهیدان هېڅکله د خدای په لار کې د وژل شويو شهیدانو مرتبې ته نه‌شي رسېدلای. دا یوازې دومره دي چې په عامو مړو شویو مسلمانانو باندې فضیلت لري او بس.

دیني عالمان د شهادت ډولونه ۲۰ ښيي، چې تر ټولو لوړه مرتبه یې د الله جل جلاله په لاره کې قرباني کېدل دي. خو د مال دفاع، د اسلامي سرحداتو ساتنه، د نمونیا ناروغي، په اور کې سوځېدل، د پېغلې مرگ، د سفر په دوران کې، د ماشوم د پیداکېدو پر وخت او … دا هم د شهادت ډولونه دي؛ خو مرتبې یې سره فرق کوي.

نن ولسمشر غني د مجاهدینو د ۲۶ بریا د نمانځې په مراسمو کې یو ځل بیا د لفظي تېروتنې سربېره وویل، چې دی کومې قول اردو ته ولاړ شي؛ نو افغان امنیتي ځواکونو ترې گیله کوي، چې ولې یې رسنۍ شهیدان نه بولي.

د شهادت درجه ورکول نه د رسنیو کار دی او نه دا کومه رتبه ده، چې د چا، چاته خوښه شي ور یې کړي او که یې چاته خوښه نه شي، نو نه یې ورکوي. بلکې شهادت په اسلام کې افضل مرگ دی او دیني عالمان هر چاته شهید نه وايي.

افغان امنیتي ځواکونو مرگ او شهادت

افغان امنیتي ځواکونه اوس‌مهال د امریکایانو په څنگ کې د مسلمانانو پر ضد جگړه کې بوخت دي. دوی نه د امریکایانو پر ضد جگړه کوي، نه د امریکایانو او نورو اشغالگرو ضد مفکوره لري؛ بلکې دوی بهرنیان ورته مرستندوی او د څنگ ملگري ښکاري.

د امنیتي ځواکونو ټوله جگړه د اسلام او مسلمانانو ضد ده. دوی د امریکايي گټو او د فاسدو چارواکو پر ساتنه بوخت دي، چې ډېری د طالبانو په چاودنو کې افغانان او امریکایان یو ځای وژل کېږي. «څوک چې د چا په صف کې مړ شي، د قیامت په ورځ به د هماغوی سره راپورته کېږي.»

که خبره د خاورې د دفاع شي، نو له اتلسمې پېړۍ نه واخله تر شلمې پېړۍ پورې ډېری کفري هېوادونه هم د کفري هېوادونو له خوا اشغال شوي وو او د دوی پرضد جگړه هم روانه وه؛ نو ایا هغوی هم شهیدان دي؟

ولسمشر غني دې له ځانه «هرکاره» نه جوړوي او نه دې د اسلامي مقدساتو سره کار لري. اسلام بشپړ دین دی او حکم یې د هر زمانې پر هر فرد د پلي کېدا وړ دی. اسلام هېڅکله داسې خلکو ته شهیدان نه وايي، چې د کفارو په څنگ کې د خپلو مسلمانانو په عام وژنه بوخت وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button