ایران پر ټیلیګرام بندیز ولګاوه

ایران پېژندل شوی او مشهور پیغام لېږونکی اپ، ټیلیګرام، چې نږدې ۴۰ میلیونه ایراني کاروونکي لري، په خپله خاوره کې بند کړی دی.

د ایران حکومت د ټیلیګرام بندولو لاملونه د ”ملي وحدت اخلال، د هېواد امنیت ته ګواښونه، د ایراني وګړو خصوصي حریم ته د نورو هېوادونو لاسرسی، او د حکومت پر ضد تبلیغات“ بللي.

د حکومت پر دې اقدام زرګونو ایرانیانو نیوکې کړې دي.

د ټیلیګرام د فلټر کولو غوښتنو په دې وروستیو میاشتو کې او له هغو لاریونونو وروسته زور واخیست چې د تېر ۱۳۹۶هـ ش د جدي په میاشت کې د ایراني حکومت پر ضد ترسره شوې، او ټیلیګرام د لاریونوالو د خبر رسونې په وسیله بدل شو.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې شکایت کړی و چې حکومت-ضد ډلې د ټیلیګرام له لارې مظاهرې او لاریونونه ترتیبوي.

د ټیلیګرام مدیر، پاول دوروف

د ټیلیګرام مدیر، پاول دوروف، مخکې ویلي و چې ایراني چارواکو له هغه وروسته دې آپلیکېشن ته لاسرسی بند کړ کله چې د ټیلیګرام ادارې د ایراني چارواکو له غوښتنې سره سره د څو ایراني چېنلونو د بندولو خبره ونه منله. ایران تر دې وړاندې، دې هېواد ته د ټیلیګرام د سرورونو د انتقال غوښتنه کړې وه، خو د ټیلیګرام مدیر له دې غوښتنې سره مخالفت وښود.

ایراني چارواکو له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د بهرنیو پیغام لېږونکو خدمتونو پر ځای له داخلي پیغام لېږونکو سرویسونو ګټه واخلي. خو ایرانیان د امنیتي ګواښونو، او په ځانګړې توګه خپلو شخصي معلوماتو ته د حکومت د لاسرسي له امله، د داخلي پیغام رسوونکو سرویسونو کارولو ته زړه نه ښه کوي.

Image result for telegram

د روان ۲۰۱۸ز کال د اپرېل په ۱۶مه، روسیې هم وروسته له هغه د ټیلګرام په بلاکولو پیل وکړ کله چې ټیلیګرام د محکمې له امر سره مخالفت وکړ، چې له مخې به یې د روسیې امنیتي ادارو د ټیلیګرام د کاروونکو شخصي پیغامونه کتلای شول.

د روسیې د فدرال امنیت ادارې (FSB) ویلي، دوی ځینو هغو پیغامونو ته لاسرسی غواړي چې د وسله والو د بریدونو په اړه لارښوونه پکې شوې وي.

ټیلیګرام په ټوله نړۍ کې تر ۲۰۰ میلیونه زیات کاروونکي لري، او د نړۍ نهم مشهور موبایل پیغام لېږونکی سرویس بلل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button