غني: د کرکټ بورډ په چارو کې لاسوهونکي به له قانوني چلند سره مخ شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۱) افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان د کرکټ بورډ اداره خپلواکه ده او هغه څوک چې لاسوهنې پکې وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر پاڼه د ولسمشر غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې (دا ګام د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ورزشي فعالیتونو د انسجام او د کرکټ بورډ په اداره کې د لاسوهنې د مخنيوي په پار ترسره شوی دی).

ولسمشر غني ويلي،کرکټ بورډ يوه خپلواکه اداره ده او د کرکټ د نړيوالې شورا د اصولو په رڼا کې خپل کارونه پر مخ وړي زياتوي “هیڅ اداره یا شخص حق نه لري چې د کرکټ بورډ په چارو او ددې ادارې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم په برخه کې لاسوهنه وکړي”.

غني خبرداری ورکړی، که هرڅوک د کرکټ بورډ ادارې په چارو کې لاسوهنه وکړي هغه سره به قانوني چلند وشي.

په اخره کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس له ولسمشر غني مننه کړې چې د افغانستان د کرکټ ادارې استقلالیت او د یادې لوبې پرمختګ ته ژمن دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button