خالد ځدراڼ
د اسد په نام یو مهاجر ملګری وو او د طالبانو جنګي کېمرامین هم وو، ما یې یوه ورځ کمپیوټر کې د جنګي ویډیوګانو فولډر راخلاص کړ او د ویډیوګانو په کتلو مې یې شروع وکړه، چې له څو ویډیوګانو کتلو ورورسته یوه ویډیو مخته راغله، چې نوموړي په خپل لاس عکاسي کړې وه،
ویډیو له کمپاین ځواکونو څخه د طالبانو د یوې نیول شوې پوستې وه، پوسته کې دننه اور هم بل وو او طالبان د اسلحو په راټولولو لګیا ول، د تکبیرونو آوازونه یې کول.
په دې وخت کې یو ځوان د کېمرې مخته راشي، ځوان چې تازه ږیره پر مخ راغلي وه او تورې ګړګوتي څڼې یې بر اوږو پراتې وې، دکېمرې سترګې ته یې د شنه چای پیاله ایخوا دیخوا کوي او کېمرامین ته یې ویل اسده! اسده هغه د شنه چای پیاله دغه ده او بیا ځوان په ډېره بیړه د شنه چای پیله وڅښي کېمرامین په لوړ آواز تکبیرونه شروع کړي ویډیو ډېره کوچنی وه ختمه شوه.
زه ډیر تعجب شوم له اسد نه مې پوښتنه وکړه مال اسده دا د شنه چای پیاله کې څه کمال وو؟
اسد ویل دا د شنه چای پیاله د همدې ځوان د الله ﷻ په دین د غیرت ترجماني کوي!
ماورته ووایل هغه څنګه؟
اسد وویل دا د امریکایانو لومړی وختونه و، په لومړیو وختونو کې جنګ ډیر سخت و، دوښمن ډیر پیاوړی او په پرمختللو جنګي تجهیزاتو سمبال و، نو دا په خوست ولایت کې لومړی تعروض وو چې موږ وکړ د کمپین ځواکونو په یو قرارګاه او څو پوستو باندې او دا ځوان د پکتیکا ولایت مشهور قومندان مولوي صاحب محمد سنګین”فاتح” و (!) چې هغه وخت کې ډیر کوچنی او په همدې تعروض کې موږ ته په همدغې پوستې باندې د جنګ قومندان ټکل شوی وو
ما ور غبرګه کړه: هو ما وپیژاندو خو دا د چای پیاله یی ولې د کمرې مخته راوړه؟
اسد وویل شپه وه تعروض مو شروع کولو موږ چې کله له ډیر مزل وروسته د دوښمن پوستې ته ور نزدې شوه سخت ستړي شوه مولوي صاحب وویل لږ دمه به وکړو هغه د نورو ملګرو حال به هم واخلو چې څنګه اټکل شوي ځایو ته رسیدلي او کنه؟
موږ ویل سمه ده، په دې وخت کې مولوي صاحب له جیب څخه کشمیش او سپېرې چڼې را واخیستې او په ګډه سره مو د چڼو او کشمیشو په خوړلو شروع وکړه، مولوي صاحب مخابره کې له ملګرو سره هم خبرې شروع کړې،
مولوي صاحب هغه سیمه کې ډېر مشهور وو او دوښمن یی غږ په ډېره اسانۍ سره پېژندلو!
یو عسکر په مخابره کې په مولوي صاحب غږ وکړ سنګینه اورې؟
مولوی صاحب ورته وویل هو اورم!
عسکر ورته وویل: هلکه چرته یې راځې نه؟
مولوي صاحب ورته وویل: ته کومه پوسته کې یې؟
عسکر ورته وویل: زه په دا لوړه پوسته کې یم!
مولوي صاحب ورته وویل: وړکیه! ځان تیار کړه کشمیش او چڼې درته خورو نور حرکت در کړو!
اسد وویل: دې وخت کې ما له مولوي صاحب نه پوښتنه وکړه چې دا کومه پوسته یاده وي؟
مولوي صاحب راته وویل چې همدا پوسته ده چې موږ ور روان یو!
اسد ویل عسکر مخابره کې له خندا شین وو او په خندا، خندا کې یې ویل راځه راځه موږ هم شین چای درته څښو.
مولوي صاحب ورته وویل سمه ده، یوه پیاله ماته هم ډکه کړه او زه به جیب کې درته کشمیش او چڼې وساتم نو وخت دې ثابته کړي چې دا کشمیش، چڼې او دا د شنه چای پیاله د چا په قیسمت ده؟
عسکر ورته وویل: سمه ده خو هسې نه چې درواغ راسره وکړې، د چای پیاله به مې کوټه کې د یو صندوق پر سر درته ایښي وي، راځه راځه!
مولوي صاحب ورته وویل: درواغ مې عادت نه دی، کشمیش او چڼې به ما هم د څنګ جیب په یوه توره کڅوړه کې درته ساتلي وي!
اسد وویل نو په دې وخت کې د تعرض عمومي قومندان له الله ﷻ څخه د نصرت غوښتلو دعاء شروع کړه او د جنګ امر یې وکړ، مولوي صاحب سمدستي ولاړ شو، راکټ یې پر اوږه کړ او په موږ باندې يې مخته د حرکت امر وکړ.
اسد ویل د لوی خدای ﷻ شان ته ګوره له لږ ځنډ وروسته مو پوسته په ډېره میړانه سره فتحه کړه او دوښمن له پوستې څخه په تېښته بریالی شو او څه وژل شوي عسکر یی پوسته کې را پاتې ول او هغه د شنه چای پیاله چې مولوي صاحب د کېمرې مخته راوړه هغه پیاله وه چې نومیالي ملاسنګین د لوی څیښتن ﷻ په نصرت او مېړانې له دوښمن څخه وڅښله!
پای
الله اکبر ریښتیا چې مولوي صاحب محمد سنګین فاتح د غیرت او شجاعت یوه نمونه وه…
نوټ: کیسه راته د مولوي صاحب فاتح یوه نژدې ملګري شاعر بندېوان کوله.


















