د رسنیو له مهموالي هېڅوک سترگې نه شي پټولی او اوس په نړۍ کې څلورمه قوه رسنۍ دي. د امریکا له یرغل وروسته په افغانستان کې ډېر پام رسنیو ته وشو او ډېری افغان کدرونه په رسنیو کې په دندو وگمارل شول. امریکا، ناټو او د ناټو غړیو هېوادونو خپلې رسنۍ فعاله کړې او ډېرو هېوادونو د افغانستان لهپاره په پښتو او دري ژبو خپرونې پیل کړې.
د امریکا د کانگرېس په مالي ملاتړ امریکا غږ راډیو او ټلویزون، ازادي راډیو او ټلویزون، د جرمني دویچه ویله، د روسیې سپوتنیک، د ترکیې ټي ار ټي، د برېتانیې بي بي سي، د ایران تهران راډیو، د چین نړیواله راډیو او گڼ شمېر هېوادونو افغانستان ته خپرونې پیل کړي او په پښتو او دري ژبو څو ساعته خپرونې لري.
د امریکا او افغان حکومت د تېرو اوولس کلونو ستره لاسته راوړنه هم رسنۍ دي. اوس مهال په افغانستان کې سلگونه انځوریزې، غږیزې، چاپي او برېښنايي رسنۍ فعاله دي او زرگونه خلک پهکې کار کوي. له بده مرغه ډېرې رسنۍ توازن نه شي ساتلی او د اعتدال «تله» ترې ډېری وخت ښکته پورته کېږي.
دلته رسنۍ او د رسنیو کارکوونکي هم د ټولو خواوو تر گواښ لاندې دي. دلته هېڅ رسنۍ په ډاډه زړه خبرې نه شي کولی او ډېری وخت حقایق تحریفوي. نه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنیو څار لري او نه ترې پوښتنه کولی شي.
درې کاله وړاندې طلوع ټلویزون په ډېره سپین سترگۍ راپور ورکړ، چې طالبانو د کندوز پوهنتون په لیلیه کې پر ښځینه محصلانو طالبانو جنسي تېری کړی. د کندوز والي، ولایتي شورا، د کندوز پوهنتون او ټولو خواوو دغه خبر رد کړ، چې د کندوز د سقوط پر مهال پوهنتون رخصت و او په لیلیه کې هېڅوک نه وو. طلوع حتا یوه بښنه هم ونه غوښته او نه یې خپله خبره بېرته واخیسته.
کابل ټایم انگرېزي ژبې ورځپاڼې مشر جاوېد احور الله جل جلاله او اسلام ته سپکاوی وکړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترې یوه پوښتنه هم ونه کړ او احور په بې غمه زړه له افغانستان ولاړ.
د رسنیو او د رسنوالو لهخوا اوس هم بې عدالتي روانه ده. په ډېرو مهمو پېښو کې د جگړې د مهم لوري«طالبانو» نظر نه اخیستل کېږي. تېر کال طلوع خبر ورکړ، چې په کندهار کې طالبانو د برېښنا ډیم پر بمونو الوځولی. خو په هغه سیمه کې نه اوبه وې، نه ډیم و، بلکې انځورونه یې د امریکا د هومفر ډیم و، چې په ۲۰۱۱ز کال کې زلزلې تخریب کړی و.
تراوسه په ډېرو رسنیو کې ویل کېږي، ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي. دوی تراوسه داسې نه وايي: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد. یا په توهین امېزه بڼه وايي: د فلاني ولایت د طالبانو تش په نامه والي ووژل شو، ونیول شو او …
خبریالان او رسنۍ باید څه وکړي؟
د طلوع خبریال د کندوز ښځینه محصلانو ته د سپکاوي او تور وروسته هندوستان ته ولاړ او تراوسه همالته اوسېږي. طالبانو د طلوع پر کارکوونکو برید وکړ، چې تر ۲۷ ډېرو کارکوونکو ته یې مرگژوبله واړوله. د طالبانو او طلوع ټلویزون ترمنځ پرېکون وشو او طالبانو د طلوع ټول کارکوونکي خپل هدف وگرځول.
خبریال ته د پیسو گټلو پر ځای باید خپل ژوند ډېر مهم وي. له هغو خبرونو باید ډډه وکړي، چې د ده ژوند ته خطر پېښوي. داسې نه چې د رسنیو مسوول ورته څه ووايي، دی یې هماغسې خپاره کړي. څو میاشتې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د طلوع ټلویزون د طنزیه خپرونې«د خندا شبکې» د چلوونکي ابراهیم عابد یوه ویډیو خپره شوه، چې د عبدالرب رسول سیاف ساتونکو لومړی خام چرس ورکړي وو او د نشې په حالت کې یې ترې ویډیو کړې وه. دغه موضوع د کورنیو چارو تر وازرت ورسېده؛ خو د سیاف ساتونکي به څوک ونیسي او یا به یې محکمه کړي؟
ډېری خبریالان د چارواکو او زورواکو له لوري گواښل کېږي او د همدوی له وېرې غږ نه پورته کوي. په کابل کې د یوې مهمې رسنۍ کارکوونکی د یو زورواکي له لوري تښتول شوی و او د ساتونکو له لوري یې پرې جنسي تېری شوی و. دا هم ورته ویل شوي وو، که بیا دې زموږ پر خوا خوله خلاصه کړه، نو ویډیو دې بازار ته باسو او یا یې فېسبوک ته پورته کوو. نو په داسې حالاتو کې به څوک د دولت ضد خبره وکړي؟
که خبریالان په رسنیو کې توازن نه شي ساتلی؛ نو په فېسبوک او ټویټر کې خو دې پر خوله لاسونه کېږدي. ډېری خبریالان په ټولنیزو شبکو کې داسې لیکل کوي، لکه د کومې امنیتي اداري ویاندویان چې وي.
د الجزیرې مخکېنی خبریال سید عبدالله نظامي اوس هم په ټول افغانستان کې ډاډه گرځي. نه ورته څوک څه وايي، نه ورته څوک گواښ کوي؛ ځکه دی په اعتدال ساتلو کې بې جوړې خبریال دی او د پیسو گټلو نه ورته ژوند مهم دی.
په ټول افغانستان کې خبریالانو ته د والي، امنیه قومندان، زورواکو او غاصیبنو له لوري میاشتنۍ حق الزحمې ورکول کېږي او هر وخت یې پر خولو ورته غبرگ برغولي ایښي وي. دوی نه حقایق ویلی شي او نه حقایقو ته پرېښودل کېږي.
اوس باید څه وشي؟
تېره اوونۍ په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د «نامعلومه وسلهوالو» له لوري ووژل شو. روانه اوونۍ په کابل کې د ازادي راډیو، طلوع ټلویزون، مشعل ټلویزون او د یک ټلویزون اووه خبریالان د داعش له لوري ووژل شول. په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه د کمپاین عسکرو له لوري ووژل شو او دا لړۍ کېدای شي همداسې روانه وساتل شي. خو خبریالان دې هم پام کوي. د رسنیو د مشرانو هره خبره دې نه مني او ټول پام دې د خپل ژوند خوندیتوب ته وکړي.
د زورواکو، چارواکو او قومندانانو نه دې شخصي غوښتنې نه کوي. په خپل معاش دې صبر وکړي. له ځانونو دې چارواکي نه جوړوي. ډېری خبریالان ځینو چارواکو ته وايي: که دومره پیسې رانه کړې، نو راپور درباندې نشروم. دلته حتا خبریالان له چارواکو د موبایل سل روپهګي کارت هم اخلي او په اخترونو کې ورته له بېلابېلو ادارو تیار چمتو شوې جامې راوړل کېږي. که رسنۍ او رسنوال خپل مسوولیت وپېژني، نو دغه جګړه اوولس کلونو ته نه غځېده، بلکې لا وختي به موږ د سولې څښتنان شوی وای.


















