کوچنۍ ډرون الوتکې: په جنوبي کوریا کې د ټرافیک پولیسو دنده ترسره کوي

په جنوبي کوریا کې پولیس پر لویو لارو د تګ-راتګ څارلو او له ترافیکي مقرراتو د سرغړوونکو د نیولو لپاره د ډرون الوتکو کارولو ته مخه کړې ده.

یو چارواکي وايي، ”ډرون په اسانۍ سره ګرځېدلای راګرځېدلای شي او ډېر ښه لیدل پرې کېدلای شي.“

د جنوبي کوریا د ترافیکو چارواکي وايي، دا کوچنۍ ډرون الوتکې د څار لپاره د سړک پر غاړه د موټرونو له پاسه الوت کوي، او د ترافیکي مقرراتو د سرغړاوي د کشفولو په صورت کې پولیسو ته انځورونه لېږي.

ټرافیک څارونکې ډرون الوتکه / انځور: qq.com

پولیسو د ازمايښت په توګه، پنځه کوچنۍ ډرون الوتکې پر ۱۰۳ کلیومټره اوږده لاره باندې پورته کړې. ډرون الوتکو موټران څارل او له قوانینو سرغړوونکي یې معلومول. د ډرون ټول ثبت کېدونکي معلومات د پولیسو په مرکز کې ناست کنټرلوونکي ته په ژوندۍ بڼه رسېدل، او یوه بل پولیس، سرغړوونکي حرکات څارل.

که به له ټرافیکي قوانینو کوم سرغړونکی موټر ولیدل شو، د ډرون کنټرولوونکي او ورسره ناست پولیس به ۳ کیلومتره لیرې د ګزمې پولیسو ته خبر ورکړ او سرغړوونکی به یې جریمه کړ.

د کوریا ټایمز د رپورټ له مخې، یواځې په یوه ورځ، نږدې ۱۱۳ سرغړوونکي ونیول شول.

یوه پولیس ویلي، ”موږ له تېر کال راهیسې له ترافیکي قوانینو د سرغړوونکو د څارلو لپاره له کوچنیو ډرون الوتکو کار اخلو. که ډرون الوتکو پر لاره روانو موټرونو ته کوم ګواښ پېښ کړ، بیا یې هیڅکله نه کاروو.“

ټرافیک څارونکې ډرون الوتکه / انځور: qq.com

 ځینې کارپوهان بیا هم خوښ نه دي. د دوی په باور، تر دې هم ښې لارې شته.

د کیونسونګ پوهنتون یو پروفیسر، اوه سیونګ-هوان، وايي، ”پولیس باید د خیالي ټیکنالوجۍ د نندارې ښودلو پر ځای له یوه بې خطره او خوندي سیسټمه کار واخلي، لکه هوايي بالونونه.“

د نوموړي په خبره، ”کوچنۍ ډرون الوتکې په اسانۍ سره راغورځېدلای شي، او که یوه هم راولوېده، لوی غم به جوړ کړي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button