خبريالانو! قاتل مو د ع او غ تر لمن لاندې دی

تميم توفيق
ابله ورځ په کابل کې د داعشي وسلوالو په بريد کې د نورو بې ګناه ولسي وګړو ترڅنګ ۹ تنو خبريالانو هم ژوند له لاسه ورکړ، چې د د نورو پيښو په څير ډيری افغانان پرې خپه او ډير بيا پرې خوشحاله و، خو دغه پېښه د نړۍ په کچه ځکه وغندل شوه چې خبريالان يو بې ازاره مخلوق ياديږي او وژل يې د رسنيو د زندۍ کولو په معنی دی.
باور دی چې د بي بي سي خوستی ژورنالست احمدشاه د کمپاين او امريکايي مليشو لخوا وژل شوی؛ ځکه نوموړي يې د ملکي تلفاتو په اړه راپور ورکړی و او د دوی ظلمونه يې افشا کړي وو، خو کابل کې د دوشنبې په ورځ وژل شوي خبريالان د چا لخوا ووژل شول؟ راځئ دلته يو شک څرګند کړو، چې يقين ته ډير نژدې دی.
واقعيت دا دی چې خبريالانو ته څوک په ډاګه ځکه برګ نشي کتلی چې بيا يې په رسنيو کې په بد نوم يادوي او ډير ژر يې رنګ بدوي، له دې امله د خبريالانو مرګونه په مرموز ډول ترسره کيږي، خو لکه څنګه چې هيڅ ناحقه مرګ پټ نشي پاتې کيدلی، دغه راز د خبريال مرموزه وژنه هم ځينو شکمنو ثبوتونو ته په کتلو لوڅيدلی شي. کابل کې د وژل شويو خبريالانو قاتل هم د څو شواهدو په بنا په ګوته کولی شو.
کله چې کابل کې ياده پېښه رامنځته شوه، د ټولنيزو رسنيو ځينو فعالانو وليکل چې دې پېښه کې د کابل دولت لاس دی؛ ځکه چې د شش درک (د کابل زړه) په څير محفوظه او په پوستو محصوره سيمه کې دوه پرلپسې چاونې کېدل، هغه هم په داسې خاص وخت کې چې تر بل هر وخت يې زيات امنيتي ملحوظات په نظر کې نيول شوي وي، نا ممکن کار دی.
دا يو لرليد و چې واضح شو، خو اوس نژدې يقيني شوه چې دغه پېښه د کابل حکومت لخوا پخپله ترسره شوې ده، دا چې حکومت به يې په انجامولو کومه ګټه په نظر کې نيولې وه، تر اوسه يې په اړه څه نه ويل کيږي.
داخله وزارت د پېښې په اړه ويلي چې دښمن مو د ځينو خلاګانو څخه په استفاده دغه عمل ترسره کړی. اجرائيه رئيس عبدالله هم تېره ورځ د وزيرانو په شورا کې د يادې پېښې په اړه خبرو کې په امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې دوی ډير څه کړيو خو بايد نوره توجه هم زياته کړي، تر څو له د ورته پېښو مخنيوی وشي.
حکومتي چارواکې په داسې حال کې د امنيتي خلا په يادولو سره د پېښې له مسؤليته ځان باسي چې په ياده سيمه کې ۱۴ پوستې موجودې دي، چې عسکر يې د لارويانو سخته تالاشي کوي. حتی نن ورځ يو خبر نشر شو چې وايي کابل ښاريان د پوستو له ډيرښته او تالاشيو تنګ راغلي دي.
موږ له ډير وخت راهيسې د حکومتي چارواکو تر منځه د ژورو اختلافاتو خبرونه اورو، چې آن ځينې خو يې د يو بل په کورونو هم ورختلي دي او د يو بل پلويان/ساتونکي/ملګري يې وژلي او ډبولي دي.
د اختلافاتو دغه دلايل مو ډاډمنوي چې ووايو، د دوشنبې د ورځې چاودنې خپله د حکومتي چارواکو لخوا د نورو په ضد ترسره شوې دي، چې ضمناً پکې خبريالانو هم ژوند له لاسه ورکړ.
ځينې ژورنالستان هم د چارواکو انډيوالان او همکاران دي، چې له نورو سره يې توپيري چلند کله نا کله د فزيکي برخورد لامل جوړيږي، د يادې پېښې اړوند هم ويلی شو چې ممکن د خپلمنځي اختلافاتو له کبله مخامخ خبريالان هدف ګرځول شوي وي.
له دې علاوه مو د ملي امنيت د پخواني رئيس رحمت الله نبيل خبره پوره يقين ته رسوي چې پېښه د حکومت کار وبولو. نبيل تيره ورځ د طلوع نيول يوې خبريالې ته ويلي چې (کله چې د ملي امنیت رئیس وم، حکومت په رسمي توګه له دې ارګان څخه وغوښتل چې د داعش ډلې د ځواکمن او قوي ښوودلو لپاره کار وکړم.)
له دې وړاندې هم ځينو چارواکو او د ولسي جرګې غړو په ډاګه کړې چې حکومت او امريکايان په هيواد کې د داعش ډلې شتون ته د رسنيو له لارې هوا ورکوي، مالي مرسته يې کوي او وسلې ورته رسوي. د شمال ختيز او لويديځ اوسيدونکو خو په ځلونو هغه چورلکې ليدلې چې داعش وسلوال انتقالوي او مهمات ورته ښکته کوي.
د نبيل، نورو چارواکو او ولس له خبرو يقني کيږو چې داعش ډله اوس هم د امريکايانو او حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه ده، چې د دې په سر کې د حکومت د ملي امنيت اداره قرار لري.
چې داسې ده نو بيا هم په پوره اطمنان سره ويلی شو چې د دوشنبې د ورځې مرګوني چاونې، چې داعش يې پړه ومنله، د ملي امنيت ادارې د ځينو مهالنيو ګټو د ترلاسه کولو په هدف ترسره کړې دي.
نو حاصل د خبرې دا چې د ژورنالستانو د نی اداره بايد د حکومت (اشرف غني او عبدالله) او په ځانګړي ډول د حنيف اتمر ګريوان ته لاس واچوي او د خپلو ملګرو قاتلين ترې وغواړي، ګني همداسې به وژل کيږي، سپکيږي او ورکيږي.



