دافغانانو دفکر او فرهنګ د بدلولو لپاره د هند فعالیتونه

ترتیب کونکی: همدرد وردګ

د افغانستان لپاره د هند تعلیمي او کلتوري فعالیتونه یو بل خطرناک پلان دی، چې د امریکا او هندوستان لخوا په مشترک ډول په مخ بېول کیږي، هغه هم په لاندې ډول د تعلیم او کلتور په ډګر کې د تطبیق په حال کې دی:

امریکا فکر کوي چې هندوستان یې په سیمه کې د پاکستان په پرتله ښه استراتیژیک ملګری کېدای شي، نو له همدې امله پاکستان ته د یو مؤقت او شکمن اجیر په سترګه خو هندوستان ته د یو باثباته استراتیژیک ملګري په سترګه ګوري، په همدې دلیل امریکا غواړي په افغانستان کې د پاکستان په نسبت د هندوستان اثر او رسوخ زیات کړي، ځکه چې امریکا د طالبانو پديده د پاکستان د دیني مدارسو زیږیدنه بولي، نو باید په مقابل کې یې په افغانستان کې د هندوستان لخوا ښه ډېر خلک وروزل شي او بیا په دولتي پوستونو او خصوصي سکتور کې ځای پر ځای کړای شي، تر څو په داخل کې د طالب د پديدې مقابله وشي.

له همدې امله هندوستان افغاني محصلینو ته د خپلو تعلیمي ادارو او پوهنتونو غېږه خلاصه کړې او هر کال تقریباً زر تنه افغاني محصلین په هندوستان کې د عالي تحصیلاتو لپاره منل کيږي، چې تر اوسه هلته د افغاني محصلینو شمېره د رسمي احصائيو په بنسټ پنځو زرو تنو ته رسېدلې ده او دغه شمېره په همدغه تناسب هر کال نوره هم لوړیږي، چې د وخت په تېرېدو به دغه شمېره لسګونو زرو ته رسیږي او د دولت زیاته برخه ادارې به بیا د همدغو خلکو له لوري اداره کيږي.

خو بعضې عقیدوي او مسلمان کسان پيدا کيږي چې هندي فرهنګ او کلتور هېڅ تأثیر ور باندې نه وي کړی، او اوس هم دین او هېواد ته په خدمت بوخت دي.

ددې تر څنګ امریکا په افغانستان کې د هندي ژبې او کلتور د خپرېدو لپاره هم ښه اساسي او پراخه زمینه برابره کړې ده، او هغه په افغانستان کې د امریکا د ملګرو لخوا د لسګونه تلویزوني چېنلونو پرانستل او په هغه کې په زیاته پېمانه د هندي کلتور او ژبې د موادو خپرول دي.

همدا اوس د افغانستان د ښارونو ډېرو خلکو خصوصاً ځوانانو او پېغلو د تلویزوني پروګرامونو او هندي فلمونو له لارې د هندي کلتور تر تاثیر لاندې راغلي دي.
په تعلیم، سیاست او دولتي ادارو کې په هند کې روزل شوي خلک، او په ولسي سطحه د هندي فرهنګ خپرېدا افغانستان کې د هند د هر ډول فعالیت لپاره پراخه زمینه براروي. او اټکل کيږي چې امریکایان به د خپلې ماتې په صورت کې خپل خلافت په یو ډول هندوستان ته وسپاري. ځکه چې هندوستان په سیاسي لحاظ په افغانستان کې دلچسپي او په فرهنګي او اقتصادي لحاظ ددې کار وړتیا لري، او هم په سیمه کې له چین او پاکستان سره د اختلاف له امله د امریکا سره استراتیژیکه دوستي لري.

دا ټول ددې عامل ګرځي چې هندوستان په افغانستان کې تعلیمي او کلتوري فعالیتونه ولري، او د افغانستان په سېکولریزه «بې دینه» کولو کې امریکا سره لاس یو کړي، ترڅو په سیمه کې د هغه اسلام په رواجېدو کې مرسته وکړي، چې RAND Corporation یې د Civil democratic Islam په حیث خوبونه ویني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button