فاریاب: یوې ښځې د خپل لیوره د تداوي په موخه خپله ۵ میاشتنۍ لور پلورلې

د نوموړې میرمنې ماشوم د میمنې ښار یو کباب پلورونکي اخیستی او وایي چې له څو کلنو را په دېخوا یې ماشوم نه درلوده او یادې میرمنې په خپله ورته د ماشوم د ورکړې وړاندیز کړی. نوموړی وایي؛ چې که څوک یې یاد مبلغ ورکړي، چمتو دي ماشوم بیرته خپلې مور ته وسپاري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۳)

د فاریاب مرکز میمنې ښار د شپږمې ناحیې اوسیدونکې میرمنې د خپل خاوند د ورور د علاج له پاره چې د وینې په سرطان اخته و، خپله ۵ میاشتنۍ لور په ۳۰ زره افغانۍ خرڅه کړې.
د عبیدې په نامه دا میرمن وایي، خپله لور یې یوه شیبه هم له یاده نه وځي، خو دا چې د لیوره ناروغي یې سخته وه او د کور ټوله شته یې د نوموړي په ناروغۍ ولګول، محبوره شوه چې د خپلې لور پلور ته هم ځان تیار کړي.

د نوموړې خواښې وایي، چې د لمسۍ په پلور خوښه نه وه خو د اینګور په پریکړه کې یې مداخله نه ده کړې.
د جلال الدین په نامه د نوموړې ۲۰ کلن لیور چې له خولې او پوزې یې په دوامداره توګه وینې روانې وي، پژواک اژانس ته ویلي، چې ایران ته تللی و، هلته د یو دروند بار په پورته کولو یې له خولې او پوزې وینې روانې شوې.
د نوموړي په خبره، ډاکټر ته ورغلم هغه راته وویل، چې درملنه یې ناشونې ده، باید ژر تر ژره خپل هیواد ته ځان ورسوي.
د جلال الدین کورنۍ وایی، ډاکټرانو ورته ویلي چې د ناروغ علاج یې په هیواد کې نا ممکن دی او باید بهر ته یې ولیږي.
د  یادې میرمند نوموړې میرمنې ماشوم د میمنې ښار یو کباب پلورونکي اخیستی او وایي چې له څو کلنو را په دېخوا یې ماشوم نه درلوده او یادې میرمنې په خپله ورته د ماشوم د ورکړې وړاندیز کړی.
نوموړی وایي؛ چې که څوک یې یاد مبلغ ورکړي، چمتو دي ماشوم بیرته خپلې مور ته وسپاريې ماشوم د میمنې ښار یو کباب پلورونکي اخیستی او وایي چې له څو کلنو را په دېخوا یې ماشوم نه درلوده او یادې میرمنې په خپله ورته د ماشوم د ورکړې وړاندیز کړی.
نوموړی وایي؛ چې که څوک یې یاد مبلغ ورکړي، چمتو دي ماشوم بیرته خپلې مور ته وسپاري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button