اشرف غني،رولا غني او یو شمیر چارواکو بریښنایي تذکرې واخیستې

د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي ویلي، چې ډاکټر عبدالله به خپل لیدلوری څو شیبې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۳)

نن د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بریښنایي تذکره تر لاسه کړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا یوه تاریخي ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې په یویشتمه پیړۍ کې د بریښنایي تذکرو پرته د سمې حکومتولۍ منځته راتګ ناشونی دی ځکه د ده په وینا چې وسلوالې ډلې له کوم خنډ پرته کولی شي د جعلي تذکرو له لارې هر ځای ته ځان ورسوي.
غني زیاته کړه، مهم دلیل د تذکرو د پیل لپاره په کابل کې د داعش وروستی خونړی برید و او په خبره یې چې هڅه کوو دا بهیر وغځوو.
غني وویل، انتخابات به په کاغذي تذکرو ترسره کیږي ځکه د ده په وینا هغه بهیر موږ د دې تذکرو له پاره نه شو ځنډولی .

د غني تر څنګ، د نوموړي میرمنې رولا غني، دوهم مرستیال سرور دانش، لوی څارنوال فرید حمیدی هم پیژندپاڼې ترلاسه کړې.

د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي ویلي، چې ډاکټر عبدالله به خپل لیدلوری څو شیبې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړي.
په تذکرو کې د افغان کلمې راوړل د اجرایه ریاست او ارګ تر منځ ناندریزه خبره وه او له همدې کبله دا بهیر ځنډول شوی و، چې نن د ګډحکومت مشر اشرف غني هم د خپلو خبرو په یوه برخه کې ورته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې ‘ احمدشاه مسعود هم د افغان پر کلمې افتخار کاوو‘

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button