نیلر: طالبان نه،  بلکې زمونږ په مشرۍ افغان ځواکونه مجاهدین دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۳)

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندان رابرت نېلر رسنیو ته ویلي،  چې طالبان اصلي او واقعي مجاهدین نه دي او په خبره یې چې هغوی د جهاد په نوم یواځې جګړو ته زور ورکړی دی.
نیلر ویلي،  طالبان اصلي مجاهدین ځکه نه دي چې د ده په وینا،  هغوی صحرایي محکمو کې د خلکو د مرګ او ژوند فیصلې کوي،  د نشیې توکو کاروبار او د افغانانو پر وړاندې جګړې کوي.
نیلر زیاتوي،  په اوس وخت کې واقعي مجاهدین هغه څوک دي چې د امریکا په مشرۍ د ترهګرو د ځپلو پر وړاندې مبارزه کوي او د تروریستانو او وسلوالو ډلو مخنیوی کوي .
د نوموړي په خبره،  افغان ځواکونه اصلي مجاهدین دي چې د نړیوالو د ګتو د خوندیتابه لپاره یې له هیڅ قربانۍ دریغ نه دی کړی.
نیلر ژمنه کړې چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به د افغان ځواکونو په لا ښه روزنه کې هڅې ګړندۍ کړي تر څو د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې چې په سیمه کې د امریکا ګټې ګواښي سپیڅلی جهاد وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button