عبدالله: د بریښنایي تذکرو ویش غولوونکې او نا مشروع پروسه ده، نه یې منو
عبدالله زیاته کړه؛ “عوام فریبي به نه کوو، دروغ به نه وایوهمدا اوس میلیونونه بیکاره ځوانان لرو دا باید روښانه کړو چې په تیرو دریو کلنو کې مو کومه کارموندنه ورته کړې.“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۳)
وروسته تر هغه چې د ګډحکومت مشر د تذکرو د ویش لړۍ پیل کړه او د نوموړي په ګډون یو شمیر چارواکو بریښنایي تذکرې ترلاسه کړې، د نوموړي نیم واکي شریک او د حکومت اجرایه رئیس یوځل بیا د دې تذکرو له ویش سره مخالفت څرګند کړی او هغه یې خپلسری، نامشروع او غولوونکی بهیر بللی .
عبدالله ویلي، د بریښنایي تذکرو ویش به د زیاتو اختلافاتو او د ولسونو تیت پرک کیدو لامل شي، ځکه د ده په وینا ،دې کار د حکومت په کچه لا هم توافق نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی وایي؛
“ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې یوکال وروسته اصلاحات راغلل، د اساسي قانون تغیر چې د توافقنامې برخه وه، هماغسې پاتې ، ګوندونه په پارلمان کې ونډه غواړي، ارګ ورته کومه اجنډا لري او د هغې پروسې پیل ، چې توافق ته پرې نه یو رسیدلي مناسب دی ؟“
عبدالله وویل؛ په هیواد کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی، اشرف غني باید کوچني مسایل شا ته پریږدي او په خبره یې چې همدا اوس هم په دایچوپان کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره دي چې دوه ورځې وړاندې کومک ور رسیدلی خو لا هم د ژوند او مرګ تر منځ قرار لري.
عبدالله زیاته کړه؛ “عوام فریبي به نه کوو، دروغ به نه وایوهمدا اوس میلیونونه بیکاره ځوانان لرو دا باید روښانه کړو چې په تیرو دریو کلنو کې مو کومه کارموندنه ورته کړې.“
نوموړي په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون په حکومت د هغوی بې باوري وښودله او زیاته یې کړه چې ارګ دې د خلکو سترګو ته خاورې نه ورشیندي.
عبدالله وویل، دا پروسه په هر صورت ناکامه ده او هیڅ لاسته راوړنه به ونه لري.
تر اوسه ارګ د ډاکټر عبدالله توندو نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی.



