د کمپاین عسکرو له دوبۍ راستون شوی مسافر په خپل کور کې شهید کړی

د کمپاین عسکرو د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې له بهره کور ته راستون شوی مسافر شهید کړی او کور یې ورته سوځولی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي کابل.کام ته ویلي چې د کمپاین عسکرو تېره شپه شاوخوا یوه بجه، د صبریو ولسوالۍ په لیکړي کلي کې د ولسي وګړو پر کورونو چاپه ووهله. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، عسکرو د عثمان په نوم یو مسافر، چې تازه په دوبۍ کې له مزدوري کولو وروسته کور ته راستون شوی و، شهید کړی او د نوموړي کور یې سوځولی دی.

شهید عثمان او د نوموړي سوځول شوی کور

خوست: کمپاين ځواکونو ۲ ماشومان وژلي او پنځلس اولسي وګړي يې ټپيان کړي

خوست: کمپاين ځواکونو په يوې دينې مدرسې عمليات کړي

د سرچینې په خبره، عسکرو د ولسي وګړو څلور موټرونو ته اور ورته کړی، او ۱۲ نور کلیوال یې له ځان سره وړي دي.

Khost Protection Froces  (KPF(  یا کمپاین ځواکونه په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې فعالیت لري او د امریکايي استخباراتو له لوري تمویل او تجهیزېږي.

د روان ۲۰۱۸ز کال په فبروري میاشت کې، کمپاین ځواکونو د خوست په علیشېرو ولسوالۍ کې هم ۷ ملکي وګړي شهیدان کړي وو، چې له امله یې خلکو لاریون هم وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button