هرات: طالبانو پنځه پوليس له خپلو وسلو سره ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د هرات ولايت سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، چې طالبانو د دغې ولايت په ګلران ولسوالۍ کې پنځه پوليس ژوندي نيولي او له ځان سره يې د بنديانو په توګه وړي دي.
پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د شيرشيري په سيمه کې رامنځته شوې ده.
طالبانو هم د يادو پوليسو نيول تاييد کړي او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، طالبانو په ياده سيمه کې پنځه پوليس له شپږ ميله وسلو او دوو مخابرو سره ژوندي نيولي دي.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي خو يوې ځايي امنيتي سرچينې د طالبانو له لوري پنځو پوليسو نيول تاييد کړي دي.
د يادونې ده، چې نن د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل درې ملګري په ډزو وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.
طالب ویندوی يوسف احمدي وايي، برید کوونکی د پوليسو په ليکو کې د دوی نفوذي کس و چې د يو قومندان په ګډون يې د هغه دوه ساتونکي وژلي او خپله له يو ټانګ او پنځه ميله وسلو سره طالبانو سره يوځای شوی دی.



