هغه عراقی چې بوش یې په بوټونو وویشت اوس د عراق پارلماني ټاکنو ته کاندید دی

هغه عراقی خبریال چې په ۲۰۰۸ز کال کې یې د امریکا ولسمشر جورج بوش په بوټونو ویشتلی و، اوس یې ځان د عراق پارلماني ټاکنو ته کاندید کړی دی.

منتظر الزیدي له هغه وروسته په نړیواله کچه مشهور شو کله چې یې د ۲۰۰۸ز کال د دسمبر په ۱۴مه، د یوه خبري کنفرانس پر مهال امریکايي ولسمشر جورج ډبلیو بوش، چې پر عراق د امریکا له یرغل ۵ کاله وروسته عراق ته تللی و، په بوټونو وویشت. په عربي هېوادونو کې یو کس په بوټ ویشتل د هغه د سپکاوي وروستی حد بلل کېږي.

الزیدي د بوټ ویشتلو پر مهال په لوړ غږ په عربي ژبه وویل، ”دا د عراق د خلکو له خوا د خدای پامانۍ مچو ده، سپیه! [د بوټ دا ګوزار] د یتیمانو او هغو کسانو له خوا دی چې په عراق کې وژل شوي دي.“

نوموړی د بوش پر لور د بوټونو له ګوزار وروسته ونیول شو، او بیا په ۳ کاله بند محکوم شو. خو له ۹ میاشتې بند وروسته ازاد شو، او له هېواده بهر تللو ته مجبور کړل شو.

الزیدي ویلي که پارلمان ته بریالی شو، له هغو سیاستمدارانو سره به حساب وکړي چې د بوش ملاتړ یې کړی، ”دوی باید داسې له عراقه وایستل شي لکه څنګه چې مو د امریکا اشغالګر پوځونه وایستل. جورج بوش هم تللی دی – دوی ټول باید عراق پرېږدي، دا کسان د تل لپاره په عراق کې نشي پاتې کېدای.“

منتظر الزیدي
منتظر الزیدي

منتظر الزیدي په پارلمان کې د کرسۍ ترلاسه کولو د کمپاین پر مهال خبریالانو ته ویلي، دئ له امریکا غواړي چې د عراق د جګړې له امله بخښنه غواړي او په یرغل کې زیانمنو شویو عراقیانو ته تاوان ورکړي.

منتظر الزیدي نه غواړي چې د بوټونو د ګوزار له پېښې په ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره ګټه واخلي، د هغه په وینا، ”دې کړنې د یوه مظلوم اکثریت د احساساتو ښکارندويي کوله.“

نوموړي له آر ټي ټلوېزون سره په خبرو کې ویلي، ”ما په زغرده د دې کار مخالفت کړی چې په کمپاین کې دې پر بوش د بوټونو د ګوزار انځورونه وګرځول شي. هیڅکله به یې ونه منم.“

منتظر الزیدي زیاته کړې، ”تاریخ دا ثبت کړل چې کله امریکا پر عراق یرغل وکړ، ځینې عراقیان د دوی په خوا کې ودرېدل، خو د عراق خلکو [یرغلګر] په بوټونو وویشتل. داسې به نه ویل کېږي چې منتظر پر امریکایانو د بوټونو ګوزار وکړ؛ د منتظر نوم او توری به د دې هېواد په نوم کې مدغم شي. داسې به ویل کېږي چې عراقیانو اشغال ونه مانه، مخالفت او مقاومت یې ورسره وکړ، او یرغلګر یې په بوټونو وویشتل.“

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button