
ښکلی ورور ولي (شپږمه برخه)
لیکوال : محمد زبیر هاشمي
(الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ )
رسول الله صلی الله علیه وسلم امت مسلمه ته فرمایلي دي:
مسلمان د بل مسلمان وروردی ؛
مسلمان ظلم تیرې نه کوي په هیڅ وخت کې د مسلمان ورور سره ؛
مسلمان خپل وررو کفاروته نه سپاري (تسلیموي) نه يي مال سپاري او نه يې ورته ځمکه سپاري بلکی دهر شرنه يې دفاع کوي؛( علماء وايي: مسلمان لپاره دمسلمان ورور د فاع واجب دي).
بیا رسول الله فرمایلي دي : اوهر هغه څوک چې د خپل مسلمان ورور حاجت پوره کولو کې کوښښ وکړي، نو الله تعالی به د د غه کس حاجت پورکړي ؛
اوڅوک چې مسلمان ورور له مشکل څخه وژغوري ، الله تعالی به دغه کس ته نجات ورکړي د قیامت په هغه لوی ورځ کې چې ډیر خلک به په مشکلاتو کې اخته وي؛
او چا چې په مسلمان ورور باندی پرده واچوله یعنې عیب يې ورته پټ کړه ( داسي عیب چې نور مسلمانانو ته ضرور نه رسیږی) نو الله تعالی به د دې کس په عیبو باندی هغه وخت پرده واچوي چې ټول انسان موجود وي یعنی قیامت په ورځ باندی .
کله چې مسلمانانو کې دغه صفات پیدا شي نو الله تعالی به ورته دخپل رحم دروازي خلاصي کړي، په دنیا کې به په ټولو قومونو سرلوړي کړي او په اخرت کې به لاتعدادو نعمتونه څخه برخمن شي.
الله تعالی د رسول الله ص امت ته داسي فرمايلي دي
(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) (الحجرات:10).
ترجمه : ټول مومنان سره ورڼه دي (دیني ورڼه دي ) اصلاح یي وکړئ د ورڼو په منیځ کې (که چیرې دوه ډلې د مسلمانان خپل منځ کې سره جنګ وکړي ، روغه يې وکړئ اختلافاتو ته يې مه پریږدئ) تقوا وکړي الله تعالی ته ( په هرکار کې د الله څخه وویریږئ ) شاهد چې الله تعالی به په تاسو ورحمیږي (چې تاسو تقوا کوئ).
اسلامي ټولنې داصلاح لپاره دغه یو ایات هم کافي دی، په دې سره یوخوشحاله په اخلاقو جوړه ټولنه جوړيږي خو افسوس چې مسلمانانو په دغې لارښونې پوره عمل کولی ، نن ورځي مسلمانانو بلعکس روان دي، الله تعالی حکوم ته يې شاه کړي ده .
اول ځان بیا د مسلمان ورور اصلاح وکړو ، تقوا باندی يې پوره ، پوره برابر کړو او دمسلمانانو ماتونکی بې اتفاقې تیغ څخه يې په کلکه وژغورو، د الله تعالی دغې لارښونې باندی عمل وکړو (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا )
اسلامي ټولنه سپیڅلتیاوي لري او ورور ولي يې پوښل شوي دایمان او عقایدې په نور باندې .
مسلمانانو په منځ کې مضبوطي اړيکي ،هغه داسلامي ورور ولي دی دغه اړیکي د نسبي څخه ډیر غښتلي دي، اسلامي ورور ولي قوي کیږي په قوت ایمان سره او کمزوره کیږي په کمزورې دایمان سره ، یعني چې څومره اسلامي ورورلي مضبوطه وي همدومره به مو ایمان مضبوط وي .
دا دواړه لازم او ملزم دي بیلګي يې د صحابو کرمو ژوند دی، دهغوي چې څومره اسلام باندی کلک ولاړ ول همداسي يې ورور ولي هم کلکه او غښتلې وه،د دوې دخپل منځي تعلوقات پر یو بل باندی قربانیدل او ایثار وه .
مسلمانان باید دصحابو کراموسیرت وګورئ چې څه قسم ژوند دوی کړی دی، صحابو رض ژوند موږ ته دیو ښې ټولنې درس راکوي .



