(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۸)
د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه د پلچراغ ولسوالۍ لویه کلیدي سیمه ترخپل پوښښ لاندې راوستلې.
آزاد خبریال حسن سرداش وایي، طالبانو د ګولیان په نامه پراخه سیمه نیولې او تر څنګ یې په تعرضي بریدونو کې ۴۲ تنه امنیتي ځواکونه چې د جمعیت ګوند د لوړ پوړي قوماندان دادالله تر قوماندې لاندې و، وژلي دي.
نوموړی زیاتوي؛ چې طالبانو په یاده سیمه کې ۱۲ کلي او ۲۱ پوستې هم تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.
په همدې مهال، د فاریاب ولایت ځایي خبریال قطب الدین کوهي د دې ولایت د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې د تیرې شپې په جګړه کې د محلي پولیسو د قوماندان دادالله ګڼ شمیر ځواکونه وژل شوي او ۳۰ تنه یې طالبانو ژوندي له ځانه سره وړي.
بل پلو طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په دې برید کې یې ګڼو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او د پلچراغ ولسوالۍ د ګولیان پراخه سیمه یې چې ۱۰ زره کورونه په کې میشت دي ، هم ترخپل کنترول لاندې راوستلې ده.
طالبان وایي چې، د لسګونه میله سپکو او درنو وسلو په ګډون یې ګڼ پوځي موټر هم نیولي.
سرچینې زیاتوي چې جګړه اوسمهال د یادې ولسوالۍ د تُغلمس په سیمه کې روانه ده چې دواړه خواوې تلفات لري.
د دفاع وزارت تر اوسه رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي
















