خـوبونــــو کی بار ان

لیکوال مولوی احمد. مدثــر..

زانګــوکی مـی دژونـد ښـکلی دوران په خوب لیدی
مـاشوم فـکرهمیش مـی دخپل ځـان په خوب لیدی

ادی بــه راتـه تــــــــــل للــــو للـــــو پـــه نــاز ویــلو
بـابــا به دماشــوم بچی ارمـــــــــــان په خوب لیدی

هـرچـا به راته هـر وقت په نیـمی ژبــه ویــــناکـــړه
خورکےمےهم.خپل وروریوتکړۀځوان پۀخوب لیدی

دعمــر قــافــلی مـی ډیر په تـیزه تـیزه تــللـــــــــی
دژوندپه لـوی دوران کی می تــاوان په خوب لیدی

دا دښتــی او دا غــرونـــــه داوبــو پــه تـــمه ژاړی
ماښــام مـا په خـوبونــــو کی بار ان په خوب لیدی

ګــناه به می کوله خو نیــکی ته به هم ژمـــــــن وم
په شــــــپه دبرایی کی می میـــز ان په خوب لیدی

چی کله مهاجر شوم دپــردی وطن کـــوڅـــوکــــی
خاونــد بــه راتـــه بیــا افغانســــتان په خوب لیدی

په ژیړ ماذدیګری کی به ګودر کی شور ماشور ووو
چـــــنار لاندی مــی بیــا هغه جانــان په خوب لیدی

چی لوی شوم .مدثر. شوم لامبوزن دشاعـــری شوم
په بحـــر دشـــعرو کی می غفـــر ان په خوب لیدی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button