په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اختلافات: حکومت په ټاکنو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابروي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)

د ټاکنو کمیسیون یو شمیرو غړو د جمهور رئیس اشرف غني د هغه فرمان په غبرګون کې چې ګواکې د تذکرې پر فټوکاپي به سټیکر لګول کیږي، اعتراض کړی او هغه یې پراخو درغلیو ته زمینه سازي بللې.
په دې لړ کې د ټاکنو کميسيون د دارلانشاه مشرې شهلا حق نن له خپلې دندې استعفا وکړه او خپلې استعفا لامل یې تذکرو پر فتو کاپي د سټیکر لګول وبلل.
نوموړې ویلي چې د ارګ وروستۍ پريکړه په راتلونکو ټاکنو کې شرموونکو درغليو ته لاره هواره وي.
بل پلو د ټاکنو کمیسیون څلورو لوړپوړو غړیو وسیمه بادغيسي، معاذ الله دولتي،عبدالقادر قريشي او مليحه حسن په یوه پریکړه لیک کې چې رسنیو ته یې استولی د ولسمشر وروستی فرمان رد کړی او ویلي یې دي چې دا فرمان د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالغفور صیاد په خپلسري توګه له ولسمشر سره منلی په داسې حال کې چې د دوی نظر په کې هیڅ نه دی پوښتل شوی .
دوی ویلي چې هیڅ څوک نه شي کولی د نوم لیکنې په دوران کې د کمیسیون په اصولو او مقرراتو کې بدلون راولي.
خو د نوم لیکنو د مراکزو مشر اول الرحمن رودوال بیا وایي چې موږ ټولو مراکزو ته لارښوونه کړې چې کله هم پرکاپۍ سټیکر لګول کیږي، باید د نوم لیکنې پرمهال هغه شخص نه یواځې کاپي بلکه اصلي تذکره هم له ځانه سره ولري.

د ولسي جرګې غړی فرهاد سخي وایي، د تذکرې پر کاپۍ د سټیکر لګولو موضوع به انتخابات پر انتصاباتو بدل کړي چې د ده په خبره له وړاندې به سلګونه زره تقلبي کاپیانې د اشخاصو په ګټه کارول شوې وي.
نوموړی وایي؛ داسې ټاکنو ته چې له ښکاره درغلیو ډکې وي هیڅ اړتیا نشته.
په همدې حال کې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا هم وایي، چې حکومت په لوی لاس د ټاکنو بهیر کې لاسوهنې ته لارې برابروي.
یاد بنسټ وایي؛ د ټاکنو کمیسیون د جعلي او اصلي تذکرو د فیلټر کولو ظرفیت نه لري نو په همدې اساس شونې چې په لویه کچه درغلي وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button