نعمان لطیف
د ټاکنو لپاره منډې ترړې په زور او شور جاري دي او احتمالي نوماندان دکلیو مشرانو او بانفوذه خلکو ته په ملا خم دي.
هر نوماند درواغجنې غورځې پرځې کوي. درایو پیدا کولو لپاره یې ولسونو ته درواغجن شعارونه وړاندې کړي دي او د ولس له منځه کرایه کړيو خلکو یې په توصیف دزنده باد او مرده باد په پار خولې خلاصې کړې دي.
یوه ملگری راته کیسه وکړه چې زمونږ د کلي دنوماند لپاره عجیب خندنی شعار پورته کیږي.
مخ په مخ ، شاه په شاه ـ ع….. شاه ، ع… شاه.
نوماندان دومره زیات دي چې آن هغوی هم ځانونه کاندید کړي دي چې په خواله رسنیو کې یې لیکنې تر سلو او دوو سوو خوښؤنې لري.
تذکرې الونیا شوي دي او نوماندان یې په لټون داسې لالهانده دي لکه بزرگان چې د قدر شپه لټوي.
لومړی خو پیدا کیږي نه او چې پیدا شي داسې په خرپ خرڅ کیږي لکه دبېرې شات ، څوک یې په زر افغانۍ اخلي او څوک په پنځه زره. مداریتوب شروع دی او دلاس صفایي مهمه ده. که چا پاؤ کې څوک وواهه او که سېر کې.
فېسبوک کې هاو هو جوړ دی او دداسې خلکو دنوماندۍ خبرې کیږي چې ددوو خرو وربشې نشي بېلولای. تر دې به ور تېر شو مگر له دې سړی څنگه تېرېدلای شي چې د یوه ویښ قوم سرنؤشت ولې دومره په مسخره ټاکل کیږي؟
دوی به دشرم په نوم څه نه پېژنې ، ملت ولې مسخره کوي او شرموي؟
حیف چې صلیبي یرغلگرو داسې چوف او منتر زموږ په مسلمان ملت وکړ چې نه په ځان دي او نه په جهان؟
دې قوم چې یو وخت تر اصفهان ، کاشغر او میرټ دمختلفو قومونو امامت کاؤه ، نن په څه له ځانه مرؤر دي او سرنؤشت یې سرعام مسخره کیږي؟
له یوه ولایته سل نفره احتمالي نوماندان دي؛ تر دې ستره مسخره به بله وي؟
که سړی یې سپینه ووایي جمهوریت د زورؤاکۍ او کپېټالیستۍ معاصر او بدل نوم دی او انتخاب دهغوی کیږي چې یا زور لري یا زر. وړ افراد ، مسلکي افراد او په ټوله کې نفوذي قومي مشران که په خوله کې اور هم یوسي ، دغربي دودیزو ټاکنو پر مټ واک ته رسېدل یې خوب او خیال دی.
خبره چې څومره کش را کش کړو پای یې همدا دی چې څاه له گندگۍ ډکه ده. دوه سوه سلواغې او پنځه سوه سلواغې یې نشي پاکولی ، ترڅو څاه په پوره توگه وچه نشي او گندگي ترې ایسته وار نشي همداسې شرمونکي لوبې به مو په سرنؤشت روانې وي.
موږ به خړ خړ ورته گورو په رایه ورکولو به په ځان لعنتونه وایو ، دبیا ځل لپاره به د ښه انتخاب زمزمې کوو خو تاریخ به مو مازې وازې خولې او احمقانه فیصلې څاري او په وروستۍ پاڼه کې به ولیکي؛ هغه قوم چې سلگونه کلونه یې د نورو اقوامو امامت کړی ؤ ، صلیبي یرغلگرو دپیسو په زور داسې مخمور او مات کړ چې سرنؤشت یې مسخره کېدو او ددوی دټوپکونو برچې په دې پلمه دخپلو وروڼو په سینو کې ښخې وې چې گواکې دپنجابي یرغل غېږې ته مو سپاري.















