پکتيکا: د وازې خوا ولسوال وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۴) د پکتیکا ولايت د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، د طالبانو په يوه چاودنه کې د وازې خوا ولسوالۍ ولسوال عبدالحی وژل شوی دی.

ويل کېږي، پر ولسوال عبدالحی پرون ماذیګر د وازې خوا ولسوالۍ د بازار مربوط سيمه کې چاودنه شوې او نوموړی پکې ځای پر ځای وژل شوی.

طالبانو د چاودنې مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، د وازې خوا پر ولسوال د دوی د ملګرو له لوري چاودنه شوې او د ولسوال د وژل کېدو سربيره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button