(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۴) د هند په اترپرديش او نوي ډيلي کې د سخت طوفان له امله يوڅلوېښت کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
هندي رسنۍ وايي، دغه طوفانونه د په نوي ډيلي، غربي بنګال او د هند په شمال اترپرديش ايالتونو راغلي دي.
هندي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د سخت طوفان له کبله دولس تنه په غربي بنګال، ۲۳ تنه په اتراپرديش ايالت، دوه تنه په نوي ډهلي او په نورو ايالاتونو کې يې هم مرګ ژوبله اړولې چې ټول ۴۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
ځايي رسنۍ وايي، په اترپرديش کې د طوفان سرعت تر اويا کيلو متره و چې له کبله يې ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ډیری ونې او بوټي يې له بيخه ويستلي دي.
په نوي ډيلي او اتراپرديش ايالت کې هوايي ډګرونه تړل شوي او الوتنې ځنډول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې مخکې هم د هند په اتراپرديش ايالت کې سخت طوفان له سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.


















