لیکوال: ګل محمد سلام خیل
دا يو منلی حقيقت دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ټول هېواد کې سراسر نشه يي توکي کاملاً ممنوع او په نشت حساب وو. خو له بده مرغه چې واکمني يې ډېر دوام ونکړ، تر پنځه شپږ کالو واکمنۍ وروسته بالآخره امريکا خپلې پلمې بهانې تر دې حده ورسولې چې ډګري يې حملې ته ځان چمتو او د ناټو تر نامه لاندې لس ګونه يرغلګر هېوادونه يې له ځان سره ملګري او زموږ ګران هېواد يې پر خپلو ناوليو قدمونو اشغال کړ. د همدې بد مرغه اشغال له پيله موږ ته لس ګونه ستونزې راوزېږېدلې، چې يوه له هغو د نشه يي توکو ډېرښت او په عامه توګه يې کرنه او استعمال دی.
د راپورونو له مخې همدا اوس په ټول هېواد کې څه باندې درې ميليونه وګړي په دغه تباه کونکې چاره مشغول دي، چې (۱.۲) ميليونه يې يوازې ماشومان دي. يقيناً چې زموږ په پنځه ويشت دېرش ميليونه نفوس کې په دومره لوړه شمېره اعتياد د سخت افسوس خبره ده. په ډېره لنډه موده کې زموږ د معتادانو شمېر دومره لوړې کچې ته ورسېد. يعنې د امريکا له يرغله وړاندې خصوصاً د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا ستونزه چندان ستونزه نه ګڼل کېده، د روږدو شمېر مو ډېر کم وو او د نشه يي توکو کرل يا خرڅلاؤ د نشت برابر ؤ. خو اوس دا دی له يوې خوا مو معتادان ورځ تر ورځې زياتيږي او له بلې خوا کروندګرو هم دغه بدمرغه بوټي ته ملا تړلې.
ښکاره ده چې د دغې ستونزې راپيدا کېدل او لويېدل به يو څه علتونه لری؛ چې يو له هغو څخه بې روزګاري هم ده. دا سره له دې چې حکومت په همدې نامه يو مستقل وزارت او لويه عمله هم لري. خو د ټوکيانو خبره د دوی دنده يوازې د بې روزګارۍ کچې اعلانول دي.
له دې سره سره يو لامل چې دې بدمرغۍ ته وده ورکوي؛ د غربي رسنيو تبليغات دي. په دې معنا چې غربيان له ظاهري مخالفت سره سره تل دا هڅه کوي چې کروندګر مو په داسې زيانمنو، بې اهميته او بې ګټو کښتونو بوخت وساتي چې د هېوادوالو هيڅ درد نه شي دوا کولی. مثلاً د غنمو، جوارو، لوبيا، وريځو او نورو مهمو خوراکي توکو پر ځای؛ تل په خپلو مرکو کې د کوکنارو، ګلابو او نورو غير ضروري توکو د پيسو له ګټلو يادونه کوي او په دې توګه کروندګر په غير مستقيمه توګه د تارياکو کرنې ته تشويقوي.
خبره اوس تر دې حده تباهي ته رسېدلې چې حتی په لويو ښارونو کې هم په ښکاره ډول پلورل کيږي او ان لا دا چې خپله دولتي چارواکي هم د ډېرې فحاشۍ او عياشي له امله په دې مرض ککړ دي.
مطلب دا چې د نشه يي توکو کرښت او په دومره لوړه کچه استعمال د ډېرې لويې اندېښنې خبره ده، مخنيوی يې ډېر ضرور دی او په دې برخه کې به هره هڅه انشاء الله لوی ثواب او اجر ولري. د دې ستونزې ټول مسؤليت د حکومت په غاړه دی، خو څرنګه چې له حکومته هر څه شړليدلي نو ځکه خو اوس ټول دينداره، هوښيار او مخور اشخاص مکلف دي چې دې ستونزې ته په جدي نظر وګوري، مخه يې ونيسي، خلک وپوهوي او په خپل هيڅ توان درېغه ونه کړي. يقيناً چې د دې ناوړه چارې مخنيوی ډېر ضرور دی، څومره بد منظر دی چې د لويو ښارونو ټولې لارې کوڅې مو له معتادانو ډکې او په زرګونو او لکونو ځوانان مو له ژونده بې برخې په بې سده حالت کې شپې سبا کوي. د څومره خويندو ميندو زړونه به ازار وي او د خپلو وروڼو او زامنو په غم به اوښکې تويوي، څومره کورنۍ او ماشومان به بې کفالته ژوند تېروي!
افسوس چې لا هم دې ستونزې ته چندان پام نه کيږي، مخنيوی يې نه کيږي او ورځ تر بلې لوييږي. خو اې چارواکو، علماء کرامو، استادانو، طالبانو او قومي مخورو! د دې ستونزې مخنیوی همدا ستاسې مسؤليت دی او د قيامت په ها لويه ورځ به همدا تاسې پوښتل کېږئ. ايا بيا خپل رب ته کوم ځواب لرئ؟!


















