پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د روژې مسایل (شپاړسمه برخه) – د نيت بيان –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 15, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
24
ځلې شریک شوی
294
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

لیکوال : م ، نجم الرحمن فضلی

 

د نيت بيان

د هر عبادت لپاره نيت کول شرط دي، د مشکوة شريف لومړی حديث )انما الاعمال بالنيات( په همدې باندې شاهد دى چې د روژې صحت هم په نيت سره مشروط دى، او روژه که فرض وي، که نفل وي، که قضائي وي او که نذري وي له نيت پرته صحي نه ده، هو ! د نيت د الفاظو ويل په ژبه باندې ضروري نه دي، بلکې د پيشمني لپاره پورته کيدل او د پيشمني خوړل هم په نيت کې شمارل کيږي، البته په ژبه باندې د نيت ويل ډير بهتر دي ([1]).

آيا د روژې لپاره نيت کول ضروري دي

پوښتنه : آيا د روژې لپاره نيت کول ضروري دي؟

ځواب : هو ! د روژې لپاره نيت شرط دی، که په اتفاقي ډول يو څوک له صبح صادق څخه تر لمر لويدو له خوراک، څښاک او کوروالي څخه ځان وساتي، خو نيت يې د روژې نه وي نو روژه نه کيږي ([2]).

د روژې نيت تر څه وخت پورې کيدلاى شي

پوښتنه : که چيرته په رمضان کې له نيمې ورځې دمخه نيت کول هير شي، د نيمې ورځې له تيريدو يو څه وخت وروسته ور په ياد شي او نيت وکړي نو آيا دا روا دى او که نه؟ او روژه کيږي او که نه؟.

ځواب : د روژې د صحت لپاره د نيمې ورځې له تيريدا دمخه دمخه نيت کول ضروري دي، له دې پرته روژه نه کيږي، خو د دې واضح کول پکار دي چې د نيت مطلب د زړه اراده ده، په ژبه يو څه ويل ضروري نه دي، لهذا که چيرته يې د روژې اراده کړې وه، او په ژبه يې کوم الفاظ نه وو ويلي نو روژه کيږي ([3]).

که مسافر يا ناروغ په رمضان کې د نفلو په نيت روژه ونيسي

پوښتنه : که چيرته يو مسافر يا يو ناروغ په رمضان کې د نفلو په نيت روژه ونيسي نو نفل اداء کيږي او که فرض؟.

ځواب : په شامي کې راغلي )وحاصله ان المريض والمسافر لو نويا واجبا آخر وقع عنه ولو نويا نفلا او اطلقا فعن رمضان الخ( له دې عبارت څخه معلومه شوه چې که چيرته ناروغ يا مسافر د نفلو نيت وکړي نو د رمضان له روژې حسابيږي او که چيرته د بل واجب نيت وکړي نو له واجب آخر څخه حسابيږي ([4]).

پيشمنى د نيت قايم مقام دى او که نه

پوښتنه : که د پيشمني کولو په وخت کې د روژې نيت هير شي روژه کيږي او که نه؟.

ځواب : که د پيشمني په وخت کې دا اراده ونکړى شي چې نن ورځ زه روژه نه نيسم نو د پيشمني کول هم د روژې نيت دى، په جوهرة النيرة کې راغلي چې )فالسحور فی شهر رمضان نية، ذکره نجم الدين النسفی وکذا اذا تسحر لصوم اخر کان نية له الخ( ([5]).

نوټ : په ياد لرى چې په رمضان کې د روژې نيت له شرعي نصف النهار څخه دمخه دمخه کيدلاى شي، که چيرته يې څه خوړلي او څښلي نه وو ([6]).

د روژې نيت کول څه وخت پکار دي

پوښتنه : د رمضان المبارک روژې نيت په کوم وخت کې پکار دى؟.

ځواب : (١) بهتره دا ده چې د رمضان المبارک روژې نيت له صبح صادق څخه دمخه دمخه وکړى شي.

(٢) که چيرته له صبح صادق دمخه د رمضان المبارک د روژې ساتلو اراده نه وه، له صبح صادق وروسته يې اراده شوه چې د روژې نيول پکار دي، نو که چيرته يې له صبح صادق وروسته څه خوړلي او څښلي نه وي نو نيت صحي دى.

(٣) که چيرته يې څه خوړلي يا څښلي نه وي نو له غرمې يو ساعت دمخه (يعنې له شرعي نصف النهار څخه تر دمخه) وخت پورې د رمضان شريف د روژې نيت کولاى شي.

(٤) د رمضان شريف په روژه کې بس دومره نيت کول کافي دي چې نن زما روژه ده، يا دا چې په شپه کې نيت وکړي چې صبا ورځ د روژې نيول دي ([7]).

د نيت کول څه وخت ضروري دي

پوښتنه : د نيت کول څه وخت ضروري دي؟

ځواب : د رمضان، نذر معين، سنت او نفل روژو لپاره د شپې څخه نيولې د سهار له نيمې ورځې مخکې مخکې نيت کول روا دي، له ورځې څخه مراد شرعي ورځ ده کومه چې له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پورې ورځ بلل کيږي، مثلا که څلور بجې صبح صادق وو او شپږ بجې د لمر لويده وو نو شرعي ورځ شپاړس ساعته ده او نيمه ورځ يوولس بجې ده، نو له يوولسو بجو څخه دمخه نيت کول ضروري دي، د رمضان روژو قضائي، کفاره او د نذر معين روژو لپاره له صبح صادق څخه مخکې نيت کول ضروري دي ([8]).

د نفل او نذر روژې نيت څه وخت کيږي

پوښتنه : په نفلي روژو يا نذري روژو کې نيت څه وخت کيږي؟.

ځواب : د نفلي روژو، د نذر معين روژو او د رمضان روژو نيت دې په شپه کې وکړى شي، يا دې سهار تر شرعي نصف النهار پورې وکړي، او په پاتې نورو روژو کې د شپې نيت کول ضروري دي ([9]).

د چا په ذمه چې د رمضان د دوو روژو قضائي وي او هغه د مطلق قضائي روژه نيت وکړي حکم يې څه دى

پوښتنه : د يوه کس په ذمه د رمضان دوه روژې دي، هغه په شپه کې د رمضان د قضائي روژې نيت وکړ، خو د لومړي رمضان او دويم رمضان تعين يې ونکړ، د رمضان د مطلق قضائي نيت يې وکړ نو په دې صورت کې قضائي روژه صحي کيږي او که نفلي شوه؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې همدغه روژه د رمضان په قضاء کې شمارل کيږي، نفلي نه ده ([10]).

نيت څنګه کيږي

پوښتنه : نيت څنګه کيږي؟

ځواب : په رمضان المبارک، نذر معين، سنت او د نفل روژو په نيت کې بايد خاص د همدغو روژو قصد وکړل شي يا داسې اراده وکړي چې روژه نيسم، يا د نفل روژې نيت وکړي، په هر حال په رمضان کې د رمضان روژه، د نذر معين په ورځ د نذر معين روژه، او په پاتې ورځو کې سنت يا نفل روژه صحي کيږي، په نذر غير معين، کفارو او قضايي روژو کې يواځې د همغې ورځې نيت کول ضروري دي ([11]).

([1]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٤٥.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٧.

([3]) فتاوي عثماني، ج : ٢، ص : ١٩١، بحواله : امداد الفتاوى، ج : ٢، ص : ١٣٢، سوال نمبر : ١٩١.

([4]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٢٢، بحواله : ردالمحتار للشامي، کتاب الصوم، ج : ٢، ص : ٢١٧.

([5]) جوهرة، ج : ١، ص : ١٤٠، کتاب الصوم.

([6]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٤١، بحواله : جوهرة.

([7]) اپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٤٤، بحواله : البحرالرائق، ج : ٢، ص : ٢٧٩، هنديه، ج : ١، ص : ١٩٦، کتاب الصوم، الباب الاول في تعريفه وتقسيمه وسببه ووقته وشرطه، مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، فصل فيما يشترط ثبت النية، ص : ٣٥٢.

([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٧.

([9]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٢٣، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٦.

([10]) امداد الاحکام، ج : ٢، ص : ١٤١، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٦.

([11]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٧.

مخکینې مطلب

ولسمشر غني د لوګر ولايت ته تللی

بل مطلب

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com