بې موره ماښامی او بې موره پېشلمی

لیکوال: صفي الله رائد

ډېرې روژې مې بې موره ماښامی(روژه ماتی) او بې موره پېشلمی وکړ. دنړۍ مسلمانان د روژې دمیاشتې، روژه ماتی له خپلې ګرانې مورکۍ سره وړوکی اختر بولي، خو ما چېرې هم په خپل ژوند کې، دا بختور اختر ونه لید.
داچې له ګرانې مورکۍ او د هغې له خوږې مینې، له ماشوم توبه محروم یم؛ نن مې د روژې ماښامی، او پشلمی هم بې خونده او کمرنګه دی.

د رمضان دمیاشتې ماښامی (روژه ماتی) خو سړي ته هغه وخت کوچينی اختر وي، چې دخپلې خوږې مورکۍ تر څنګ ناست وي، داچې په ماښامي کې، زما ترڅنګ مې ګرانه مورکۍ نشــته، نو په ما اختر هم نشته، ددې وړوکي اختر مبارکي هغه چاته وایم، چې په روژه ماتې(ماښامي) کې یې تر څنګ خوږه مور ناسته وې، هره ورځ له خپلې ګران‌ مورکۍ سره ماښامی او پېشلمی کوي.

آه، څومره خوند به کوي چې د روژې ماښامی، له خپلې ګرانې مور سره څوک کوي، اخ څومره خوند به لري، چې مورکۍ دې د پېشلمي لپاره، له خوبه ورو ورو ښوروي او راپاڅوي، په روژه کې ترېنه هره ګړۍ پوښتنه کوي: ځویه!
تږی خو به نه یې؟
ځویه! وږی خوبه نه یې؟
ووایه ځویه؟
روژه ماتې ته څه رنګ شربت درته تیار کړم؟ کوم قسم پېرکي درته پاخه کړم؟ د کچالو او که د سبو، دشلغمو او که دکدو؟؟؟
ووایه ځویه! ترخه او که خواږه؟

آه شهیدې مورکۍ له خوږو خبرو، له خوږې مینې دې څنګه لرې پاتې شوی یم؟
آه آه مورکۍ د دیدن دې تږی شوی یم، او د څنګ دې نور وږی شوی یم.
زړه ته رانېږدې شهیدې مورکۍ!
هو! دابه د رب لایذال رضا وه، دابه د رب لایذال فیصله وه، چې زه یې له ماشومتوب نه ستا دمینې تږی ګرزولی یم او ستا د لاسونو له روژه ماتې څخه یې محروم کړی یم، ستا تر څنګ ناست له پېشلمي څخه یې لرې کړی یم، ستا تر څنګ روژه ماتی، کوچینی اختر، خو! زه یې له دغه اختر څخه محروم کړی یم.

ګراني شهیدې مورکۍ!
که څه هم ستا نه بغیر ژوند نیمګړی ده، روژه بې خونده، روژه ماتې پیکه او کمرنګه، پېشلمی بې قدره، مګر مورې!
په هر حالت کې درته د لوی رب له دربار څخه دمغفرت سوالونه کوم، درته د جنت الفردوس سوالونه کوم، درته د قبولیت سوالونه کوم.
دواړه لاسونه لپه کوم،
الله دې شهادت قبول کړه، الله دې جنت الفردوس نصیب کړه.
آمین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button