رمضان د بدلون پر لور قدم دى

عبد الغفور خلیلی

د هغه چا لپاره چې د قران کريم زده کړه ، تلاوت او پر هغه يې عمل پرېيښى وي ، هغه دي دا د قران مياشت غنيمت وګڼي ، هره ورځ دي ځان ته د تلاوت لپاره يو مقدار وټاکي او تلاوت کوي دي ،

رمضان د بدلون پر لور قدم دى :
د هغه چا لپاره چې زړه يې سخت او بخيل وي ، هغه دي صدقې ورکړي ، الله تعالى به يې دوه چنده بدله ورکړي ، يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبٰوا وَيُرْبِى الصَّدَقٰتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 276] الله سود له منځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي؛ او الله هيڅ ناشكره بد عمله انسان نه خوښوي.

رمضان د بدلون پر لور قدم دى :
د هغه چا لپاره چې د الله تعالى له ذکر څخه غافله دي ، هغه دي سهار او ماښام ذکر وکړي الله تعالى فرمايي : يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 41] اې مومنانو الله ډېر ډېر يادوئ.
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 42] او سهار او ماښام د هغه تسبيح كوونكي اوسئ.
همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د ذکر کولو وصيت کړى فرمايي : « لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ » [ رواه الترمذي 3702 ] خپله ژبه مو هميشه د الله په ذکر سره لنده وساتئ ،

رمضان د بدلون پر لور قدم دى :
د هغه چا لپاره چې د دروغو عادي وي ، پکاره چې هغه دا بد عادت پريږدي ، او رښتيا غوره کړي ، الله تعالى فرمايي :
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصّٰدِقِينَ [سُوۡرَةُ التّوبَة : 119] اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتينو خلكو ملګري شئ.
بل ځاى فرمايي : إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ [سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 28] الله داسي يو چا ته هدايت نه كوي چي له حده تېرېدونكى او ډېر درواغجن وي.

دا د بدلون يو څو لارې وې چې تاسو ته مي په نښه کړې ، د دې لپاره چې په خپل ځان کې بدلون راولئ لومړۍ کوښښ وکړئ ، چې له ګناهونو څخه ځان وژغورئ ،
ياد ولرئ تر هغه په مونږ کې بدلون نه راځي تر څو چې بار بار د نيک اعمالو کوښښ ونه کړو ، پيل يې پر مونږ ده او پاى يې پر الله ، په يو حديث کې راځي الله تعالى فرمايي : « ابن آدم ، قم إلي أمشي إليك ، امش إلي أهرول أليك » [ أحمد ( 3 / 478 )
اې بني ادمه ! ته زما لور ته ودرېږه زه به در روان شم ، ته را روان شه زه به در منډه کړم ،
له الله څخه مرسته وغواړه هيڅ کار ګران ندى ،
او ياد ولرئ ! که په دې مياشت کې هم مونږ د ځان پر بدلولو بريالى نشوو نو له محرومينو او خاسرينو څخه به يو ،
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : « أَتَانِي جِبْرِيلُ ، فَقَالَ : رَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ أَدْرَكَ رَمَضَانَ فَلَمْ يُغْفَرْ لَهُ ، قُلْ : آمِينَ ، فَقُلْتُ : آمِينَ » [ مسند البزار 1405 ] يوه ورځ جبرائيل امين راغى راته يې وويل : د هغه سړي پوزه دي سپېره شي چې د رمضان مياشت ومندي او مغفرت يې ونشي ، ماته يې وويل امين ووايه ! ما په دې خبره امين ووايه ،
اللهم اجعلنا من عتقائك من النار ومن المقبولين في هذا الشهر الکريم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button