ننگرهار ولې د نړیوال او سیمهییز انډوخر قرباني دی؟/ خالد روان

ننگرهار ته د سولې، پوهې او ادب زانگو ویل شوې او د پښتو ژبې د ادب د پنځو ستورو له ډلې د دوو ځای ننگرهار دی. ننگرهار د شهید موسی شفیق، صدیق الله رښتین، قیام الدین خادم، عبدالصمد حامد او د لسگونه نورو عالمانو او سیاستوالو کور دی. دا سیمه تل په امن کې پاتې شوې او د همدې له امله ورته د سولې ټاټوبی ویل شوی دی.
د امریکا د یرغل راهیسې دغه سیمه ورو ـ ورو ناامنه کېده. یو علت یې د دغه ولایت ډېره برخه د ډیورنډ له فرضي کرښې سره نږدې پرتې دي. په دغه ولایت کې د نورو سیمو په پرتله د بیارغونې کارونه ډېر کم وشول او تل ورسره له مرکزه د مور میرې چلند کېده/ کېږي. د دغه ولایت مرکز په قصدي ډول تنگ، سړکونه یې واړه، ډېره برخه یې بې نقشې، د برېښنا نهشتوالی او هر څه پهکې گډوډ جوړ کړای شول.
امریکايي او افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د لومړي ځل لهپاره د واده پر مراسمو بمبار وکړ، د جنازې مراسم په دغه ولایت کې بمبار شول، جوماتونه، مدرسې، هدیرې، روغتونونه، ښوونځي، په بازارونو، عامه ځایونو کې چاودنو او د داعش خبرونه نور له دغه ولایته خپرېدل. نور نو په ننگرهار کې د سولې، بیارغونې او د پوهې خبرونو ځای جنگ، چاودنو او ویرنو واخیست.
تر ۲۰۱۴ پورې بیا هم حالت ښه و؛ خو په همدغه کال کې د عراق پروژهيي خلافت اوازه تر ننگرهار هم راورسېده او په عراق کې د څو میاشتو وروسته همدغه خلافت د هوا له لارې د ننگرهار اچین ته راوستل شو.
داعش ورځ تربلې غښتلی کېده. اچین، هسکه مېنه، کوټ، بټي کوټ، چپرهار، پچیراگام او نورو سیمو ته رسېده. د ننگرهار چارواکو دا هر څه لیدل؛ خو پر وړاندې هغه وخت غبرگون ښوده، چې کله به یوه سیمه داعش له عامو خلکو او طالبانو پاکه کړه، بیا به دولتي ځواکونه سیمې ته ورغلل او هلته به یې د اربکیانو، پاڅونوالو او پولیسو پوستې جوړې کړي او د دولت له ولکې وتلې سیمه به یې بېرته د دولت په واک کې ورکړه.
داعشیانو په پچیراگام کې د څو میاشتو ماشوم هم دوه ځایه کړ، له طالبانو سره د اړیکو په تور یې سلگونه ځوانان په ډلهییز ډول ووژل؛ خو حکومت بیا هم یوازې د دغو ټولو ننداره کوله. په تېرو درېیو کلونو کې د ننگرهار څلور والیان بدل رابدل شول؛ خو په امنیتي ډول په دغه ولایت کې یوه ذره بدلون هم رانغی، بلکې حالت ورځ تر بلې د خرابۍ پر لوري روان دي.
تېره اوونۍ د ننگرهار پر مستوفیت داعشیانو برید وکړ، چې تر ۵۰ ډېرو خلکو ته یې مرگژوبله واړوله. د دغه برید ویر لا ختم نه وو، چې دوه شپې وړاندې د کرېکټ په لوبغالي کې چاودنې د خلکو زاړه ټپونه بیا ودردول.
د ننگرهار د کرېکټ د لوبغالي چاودنه کې یوازې ملکي خلک مړه او ټپیان شول. نه په کې حکومتي چارواکي وو او نه چارواکي دومره اوزگار دي او یا دومره سترگې لري، چې هغوی دې خلکو ته مخامخ وگوري؛ خو د افغان ملت خونخواره دُښمنانو د روژې په مبارکه میاشت کې بیا هم د دومره ستر وحشت وکړ.
ننگرهار کې د مافیايي کړیو شتوالی او د مسلمیار په شتون کې په دغه ولایت کې یوه ذره ښه والي هم نه راځي؛ ځکه مسلمیار د مجاهد او د ولس د خواخوږي په جامه کې داعشیانو ته روزنه، پالنه او تجهیز یې همدغه کس کوي.
د مسلمیار گټې یوازې د ننگرهار په ناامنه کولو او داعشیانو په پاللو کې دي، ځکه د ځمکو غصب، د خپلو ـ خپلوانو گومارنه او د مخدره توکو د پروسس کارخانې یوازې د داعش په شتوالي کې ترسره کېږي. مرکزي حکومت ته په کار ده، چې د دغه ولایت د ناامنه کولو هڅې نه کوي، ځکه پایلې به یې هم ننگرهار ته او هم مرکزي حکومت نه جبرانیدونکي وي.
ننگرهار د هېواد مهمه ستراتېژیکه سیمه ده او د دغه مهمې سیمې له ناامنۍ سره ټول کابل ناامنه کېدای شي.



