(کابل ټکی کام دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل)
پلازمينه کابل نه راپورونه وايي چې د طالبانو په یوه ناڅاپي بريد کې دوه رینجرموټرتخريب ۵ تنو عسکروته يې مرګ و ژوبله اړولې ده .
د خبر له مخې دغه پېښه د کابل ښار اړوند کمپنۍ د ارغندې څلور لاري سره رامنځ ته شوې .
طالبانو دبريد مسؤلیت منلی ویلي يې دي، چې دغه بريد ددوي له لوري د راکټ لانجر په مټ ترسره شوی چې پایله کې يې دوه رنجر موټر په بشپړ ډول تخريب او ۵ تنه عسکروته مرګ او ژوبله اوښتې.
هممدا راز تېره ورځ شاوخوا ۵ بجې د یاد ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ اړوند د مشواڼیو په سیمه کې د کابل پروان په لویه لار د افغان پولیسو په رینجر د طالبانو له لوري د ځای په ځای شوي ماین چاودنه ترسره شوې وه، چې پایله کې يې ۵ تنه عسکر مړه او ټپیان شوي وه .
سلیم بریال


















