امریکايي سناتور: د امریکایي پوځیانو افغان ژباړونکو ته باید د ویزو ورکول بند شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱)
که له یوې خوا د بهرنیانو افغان ژباړونکي تر بل هر وخت اوس په دې هڅه کې دي چې د اروپا یا امریکا ویزې ترلاسه او خپل سر له افغانستان څخه وباسي، خو له بل لوري بیا امریکایان هم د هغوی ورتګ ته خوشبین نه بریښي.
مشهور امریکایي سناتور رندپال پر امریکایي چارواکو غږ کړی چې افغان ژباړونکو ته دې له ویزو ورکولو ډډه وکړي.
هغه ویلي؛ دې ژباړونکو ته د افغانستان حکومت زیاته اړتیا لري او باید امریکا ته د ورتګ پرځای د افغان حکومت اړتیا ور پوره کړي.
پال ویلي؛ ژباړونکو ته دې ویزې ورکول قطعاً ودرول شي ځکه د ده په وینا ‘ موږ هغو ته هیڅ اړتیا نه لرو او دلته راتګ یې بې ګټې ده‘
نوموړی زیاتوي؛ موږ پر افغان ژباړونکو هیڅ اعتبار نه لرو او هغوی ته د خپل ملي امنیت د ګواښ په سترګه ګورو.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت په کچه لسګونه لوړ پوړو چارواکو ، زرګونو ژباړونکو او د حکومت اړوند کسانو په بهر کې سیاسي پناه اخیستې.
د دې ترڅنګ سلګونه هغه افسران هم چې بهر ته د نظامي زدکړو لپاره تللي و، له خپلو پوځي روزنځایونو تښتیدلي او بیا یې په اړوند هیوادونو کې سیاسي پناه اخیستې دي.



