غزني: اندړو کې لیسه سوځول شوې، طالبان یې د عسکرو کار بولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲)

د غزني د پوهنې رييس مجيب الله انصار رسنیو ته وچې په اندړو ولسوالۍ کې د سلطان شهاب الدين غوري لېسې ودانۍ اور اخيستى دى.

هغه زیاتوي؛  بېګاه شپه پر یاده  لېسې  توغندى لګېدلی او د ورځې تر ۱۲ بجو پورې  اور په کې بلېده.

د انصار د معلوماتو له مخې چې د ښوونځي درسي او اداري خونې سوځېدلې دي.

خو طالبانو بیا دا چاره د حکومت پلوه ځواکونو کړنه بللې او غندلې یې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي “تیره شپه د غزني شلګر ولسوالۍ له ودانۍ سره نیږدې په حکومتي سیمه کې د کابل ادارې عسکرو یوه لیسه قصداً وسوزوله موږ دغه کرغیړن عمل غندو.“
مجاهد ویلي؛ ښایي د لیسې د سوځولو هدف د طالبانو د بدنامي وي هڅه وي.
په دې وروستیو کې په یو شمیر ولایتونو کې د ښوونیزو ادارو سوځیدو یوځل بیا زور اخیستی او طالبانو تل ټینګار کړی چې دوی هیڅ کله د ټول ګټو پروژو، ښوونیزو او روغتیایي ادارو مخالفت نه کوي بلکې حمایت او په ښه توګه څارنه او ساتنه یې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button