شمالي کوریا خپل مشهور اټومي مرکز تخریب کړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی۳)
د رسنیو د راپورونو په اساس شمالي کوریا د هغې توافقنامې تر مخه چې له جنوبي کوریا سره یې کړې وه، نن ورځ خپل مشهور اتومي سایټ له منځه یووړ.
د فارس اژانس د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري شبکې په حواله خبر ورکړی، چې پیونګ یانګ نن د بهرنیو ژورنالیستانو په مخ کې د «پونګی-ری» په نامه د اټومي وسلو ازمویښتي مرکز په څو چاودنو سره له منځه یووړ.
د اتومي وسلو دا مرکز د دې هیواد تر ټولو مهم اټومي مرکز بلل کیده چې شمالي کوریا یې له امریکا او جنوبي سیال سره تر وړاندې د تخریب ژمنه کړې وه .

بل پلو د شمالی کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د امریکا د دفاع وزیر مایک پنس خبرې احمقانه بللې او ګواښ یې کړی چې که نوموړي بیا ځل دا خبرې تکرار کړې، دوی به د مذاکراتو پر شوي وړاندیز له سره غور وکړي.
مایک پنس د فاکس نیوز خبري شبکې ته ویلي و، که شمالي کوریا خبرو ته غاړه نه ږدي، دوی به یې د لیبیا په څیر لومړی غیر مسلح او بیا تر برید لاندې ونیسي.



