(کابل ټکی سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل)
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ديوې خبر پاڼې په ترڅ کې ويلي دي، چې تېره شپه د مارجې ولسوالۍ کې دوي په خښ شوو ماینونو په مټ د دولت ۴ شوبلې تخریب کړي، چې له امله يې ۱۲ تنو افغان ملي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوړولې .
ښاغلی احمدي زیاتوي، چې دغه زورورې چاودنې د دوې لخوا د حیدراکا چارراهي او وکیل وزیرچارراهي په سیموکې د دولت هغو عسکرو په قوې ترسره شوي، چې څه موده وړاندې دیادي ولسوالۍ مرکز لویې چارراهي ته دکومک په موخه راغلي وې اوبیګاه شپه له سیمې څخه بېرته په شا شولې .
په جاودنو کې ۴شوبلې په بشپړه توګه ویجاړې شوي، او سپاره ۱۲ تنه عسکر په کې مړه او ژوبل دي.
او همدارنګه له افغان ځواکونو څخه یو شمېروسلې پاتې شوي چي طالبانو د غنیمت په توګه له ځانه سره وړي دي.
سلیم بریال


















