کابل ټکی کام ۲۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت څخه په را رسېدلو خبرونو کې ویل شوي دي چې نن سهار د جلال آباد په سوېل په ۲۰کیلو مټرۍ کې په چپرهار نومې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ سخته جګړه پیل شوې ده چې تر اوسه پورې په شدت سره دوام لري.
د ننګرها ولایت د امنیه قومندان ویاند حضرت حسین مشرقي وال د یادې پېښې په تأیید سره ویلي دي چې تر اوسه پورې دواړو لوریو ترمنځ لږ تر لږه ۵۱تنه وژل شوي دي.
داعش ډلې پرون له یادې ولسوالۍ څخه طالبان په شاه کري وو خو اوسمهال طالبان د داعش پر وړاندې پرمختګ کړی دی، او ګام په ګام کلي تر خپلې ولکې لاندې روالي.


















