دوه کاله وړاندې په کندوز کې د خرو ۱۰۰۰ پوستکي ونیول شول، اوونۍ تېره نه وه، چې بیا په کندوز کې د خرو زر پوستکي ونیول شول. یوه اوونۍ وروسته د مزار ځايي چارواکو وویل، چې د سرحدي پولیسو«پولهساتو ځواکونو» هغه قراردادي یې نیولی، چې په عسکرو یې د خره غوښې خوړلې. د پولهساتو ځواکونو دغه قراردادي شپږ میاشتې په عسکرو د خرو او نورو مردار شویو حیواناتو غوښې خوړلې وې. د دولت ټول کش پش یوازې په رسنیو کې دی. دغه موضوع هم لکه د نورو موضوعاتو په څېر د حکومت له مغزو ووته. نه څېړنې وشوې، نه عاملین محکمه شول او نه څوک په دار وځړول شول.
د خرو موضوع لا گرمه وه، چې په هرات کې پولیسو هغه قصاب ونیوه، چې پنځه کاله یې مسلسل د سپیو غوښه د پسه او سیرلي په نامه په خلکو خوړلې وه. تراوسه د دغه کس برخلیک لا معلوم نه دی، چې اوس هم سپیان پلوري او که د دولت له زندانه تښتېدلی دی.
ما هېڅ فکر نه کاوه، چې یو انسان تر دې حده «خر» کېدای شي، چې دی د خپلې شخصي گټې لهپاره په نورو انسانانو د سپیو، خرو، مردار شویو حیواناتو او نورې مردارې غوښې وخوري؟ خو اوس دغه فکر کوم او انسان له دې نه هم ډېر بدتر دی.
دوه میاشتې وړاندې په خوست کې د هغه ماشوم انځورونه په رسنیو کې خپاره شول، چې یو کوچي مرداره شوې مېږه په قصاب پلورله؛ خو ماشوم دغه کس نېغ د پولیسو حوزې ته ننویستی و.
روانه اوونۍ په بادغیس کې د هغه قرارداد اړخونه روښانه شول، چې پرلهپسې لس کاله یې په پولیسو د سپیو غوښه د پسه د غوښې په نامه خوړلې وه. دغه موضوع تراوسه گونگه ده؛ ځکه دغه قرارداد چا کړی و، ولې عسکرو د پسه او د سپي د غوښې توپیر نه شو کولی او بل لس کاله قرداد د دولت په چوکاټ کې نهشته، ځکه ډېری دولتي قراردادونه د یوه کاله لهپاره وي او راتلونکی کال بیا نوې کېږي.
د امریکا له یرغل وروسته دلته ورځ تر بلې داسې خبرونه خپرېږي، چې په اړه یې هېڅ فکر نه شي کولی. ځکه دلته خلک له داسې خبرونو سره نور هم عادي شوي دي. د خلکو احساسات هم یوازې تر فېسبوک محدود وي، یا یې وغندي، یا پرې خوښي وښيي او یا څوک بې طرفه پوسټونه وکړي او له مسوولیت څخه ځان خلاص کړي.
زموږ د هېواد وگړي مسلمانان دي. دلته په هر ولایت کې زرگونه قصاب خانې شته، خلک هره ورځ په زرگونه ټنه غوښه اخلي، هوټلونه، میله ځایونه، محصلانو او نور گڼ مېشتو ځایونو ته ټنونه غوښه هره ورځ رسېږي؛ خو هېڅوک پوښتنه نه کوي، چې دغه غوښه د څه شي وه او څاروی چېرته حلال شوی و؟
ښاروالۍ باید په هر ولایت کې د حلالې«ذبحې» لهپاره ځایونه جوړ کړي، څاروی د دوی په مخ کې حلال شي او بیا یې بازار ته وړاندې کړي؛ ځکه عام خلک خو عسکر نه دي، چې د نورو مردار شویو حیواناتو او سپیانو غوښې پرې وخوړل شي.
د بادغیس پېښه د امریکا پر ۱۷ کلنې ځوانې ډیموکراسۍ او د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو پر تندیو تور داغونه دي، چې حکومت یې تر دې حده له اداري فساده ډک دی، چې په هغو خلکو هم مردارې غوښې خوري، چې د دوی د ساتنې لهپاره آن مرگ ته هم حاضرېږي.
پاچا سلامت! عسکر دې د مردارو غوښو له خوراک وژغوره او پاکه حلاله غوښه ورته حواله کړه، گنې د سپیو د غوښې اغېزې به د دوی په بدنونو کې تر مرگه پورې پاتې وي او بیا تاته ښېراوې کوي. ځکه لس ستا د واکمنۍ نه کېږي؛ خو دوی لس کاله سپي وخوړل.


















