کابل ټکی کام ۱۳سنبله/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
سرتاج عزیز د سولې په خبرو ټینګار وکړو، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د جګړې دوام، د دواړو هېوادونو په تاوان کې ده.
سر تاج عزیز د ریکا په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره نن د جمعې ورځ کابل ته وړي.
سرتاج عزیز به د افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو په اړه خبرې کوي.
ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تعلقات د لفظي شخړو له کبله خراب شول.
د افغانستان حکومتي مشرانو د طالبانو بریدونه د پاکستان د استخباراتو له لوري وبلل، خو پاکستان داسې تورونه څوڅو ځله رد کړي.
له بلې خوا د افغانستان د اجرائیه ریاست دفتر ویلي چې په راتلونکو خبرو کې د پاکستان منځګړیتوب ته اړتیا نشته.















