فکر او اغيز يې…

 باهرحقپال

 

فکر:

هغه ځواک ته ويل کيږې چې په مرسته يې انفرادي او تولنيز ژوند کې ممکن بدلون را وستی شو.

امام غزالي رحمه الله وايې: “هغه دوه معرفتونه چې دریم شی در وپيژني »فکر« او تدبر ګڼل کيږي، يا په بل عبارت: هغه دوه ګوني معلومات چې دريم اپشن په لاس درکړي، فکر ګڼل کيږي.

فکر يا تفکر ذهني عمل دی چې انسان يې د خپلو ټولو خيالاتو او وهمياتو په چاڼ کولو سره يؤ ځانګړی خيال، ګټوره نکته او کره مشاهده تر ژور څار لاندي نيسي او په مټ يې ارزښتونه را خپلوي. انساني فکر ته الله جل جلاله د ادراک داسي ځواک ور بښلی چې په مرسته يې د ظاهر بل اړخ )باطن( او د حاضر بل اړخ )غايب( مشاهده کولای شي؛ ځکه خو الله جل جلاله انسان ته د فکر کارولو بيا-بيا حکم کړی. قران شريف کې فکر کولو ته خورا زيات ارزښت ورکول شوی، لسګونه ځایه موږ پر فکر کولو مأمور شوي او ترې ګټې اخيستنې ته هڅول شوي يو.

ځای-ځای انسان د اسمانو، مځکو او پر خپل تخليق فکر کولو ته بلل شوی:

إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَءَايٰتٍ لِّأُولِى الْأَلْبٰبِ.

[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 190]

ژباړه:

د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت او د شپې او ورځي په تګ راتګ کې د پوهانو لپاره )الله جل جلاله د ځواک( ډيري نښانې دي.

د محکم کتاب قران بنيادي موضوع انسان ده چې هغه په بار-بار پر فکر کولو مأمور شوی او انسان يې د تخليقي او نور کړنو په فکر کولو ستايلی دی:

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيٰمًا وَقُعُودًا وَعَلٰى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بٰطِلًا سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.

[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 191]

ژباړه: چي په ولاړي، ناستي او ملاستي، هر حالت کښي خداى يادوي. او د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت کښي غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) “آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره.

علامه بدرالدين عیني رحمه الله د بخاري شرحه “عيني” کې کاږي چې: د غارِ حراء په اوږده موده خلوتونو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بنسټیز هدف او اصلي مشغله فکر او غور کول و. عملي اقدام يې هغه مهال پيل کړ، کله يې چې الهي علم سپيڅلی زړه په حقيقت منور کړ. دا خبره د سورت الضحی اووم نمبر ايت څخه ښه درک کوی شو. الله جل جلاله فرمايې: (و وجدک ضالا فهدی).

رسول الله صلی الله ته خطاب ده وايې: “ته مو د حق لاره کې سرګردان (لارورکی) پيدا کړي، هدايت مو درته وکړ”. رسول الله صلی الله عليه وسلم فکر کول تر سرګردانۍ رسولی و. همدا وه چې له فکر وروسته الله جل جلاله ورته حقيقت څرګند او ترټول ستر ريښتیا يې ورته بې پردې کړل. هوکې! هغه حقيقت همدا ستره کلمه ده چې “لا اله الا الله محمد رسول الله” او د الله جل جلاله لخوا ورته ډالۍ شوه.

یا په بل عبارت هغه حقيقت همدا دی چې الله جل جلاله يو ذات دی. انسان د هغه جل جلاله بندګۍ ته اړ دی.

له همدې ځایه د انسان سپيڅلی تمدن او سپيڅلې ښاخداره ونه را ټوکيږي. الله جل جلاله يې په هکله وايې:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِى السَّمَآءِ.

[سُوۡرَةُ إبراهیم : 24]

ژباړه: ايا ته نه ګورې چې الله د توحيد د سپېڅلي كلمې مثال كوم شى ښودلى دى؟-  د هغې مثال داسي دى لكه يوه ښه ذات لرونكې ونه، چي د هغې جرړي په ځمکه کښي ښخي شويدي او څانګې یې تر اسمانه رسېدلي دي.

تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ.

[سُوۡرَةُ إبراهیم : 25]

ژباړه: هغه په هر وخت کې د خپل رب په حكم سره خپلي مېوې راوړي. دا مثالونه الله ددې لپاره خلكو ته بيانوي چي هغوی ورڅخه درس واخلي.

د انساني ژوند پر مخ وړلو کې تر ټول اغيزمن شی انساني فکر دی، څومره چې فکر لوړ وي هومره یې لرونکی هم لوړيږي.”فکر” د چوپان او لرونکی يې د رمي حیثيت لري، په کومه چې و غواړي، له ځانه يې مخکي کوی شي.

فکر تر هغې خورا ارزښتمن شی ګڼل کيږي، ترڅو چې د ککړو فکرونو له جاله ساتل شوی وي؛ ځکه خو فکري ازادي له فکره  هم لوړه ګڼلی شو. عمر المختار -رحمه الله- خپلواک فکر، ازادي بولي، وايې: “څنګه چې الله جل جلاله ازاد پیدا کړي ياست، همداسي ازاد ژوند ترپایه را خپل کړئ! همدا چې: خپله پوهه، خپل فکر، خپل وجدان، خپل هدف او خپل هيواد و نه پلورئ “ازاد” ګڼل کيږئ.

فکر غښتلتيا ته اړتيا نه لري، فکر وخت ته اړتيا لري، فکر ته وخت ورکول، فکري ژورتيا زيږوي چې غښتلتيا خپله ورسره غبرګيږي او پريمانه ګټې یې په لاس راځي.

فکر په اشخاصو او وسيلو پوري مه تړئ؛ کنه تعصب مو لاندي کوي او له ګردو حواسو مو لاسونه در پريمينځي؛ فکر هدف او تګلارې ته سيخ کړئ! اشخاص او وسيلې خپله سيخيږي.

دا تر دې را ياده شوه چې: غریب او له زدکړو ليري کړ شوی ماشوم قلم په لاس پاک ستره سپين ديوال ته ولاړ او قلم په پوره ځواک پرې را کښي، هغه په دې فکر و چې قلم د همدې لپاره دی چې پر سپينو-سپينو ځايونو اوږدې او کږې کرښې وکښل شي. هغه فکر لاره، خو فکري ژورتیا څخه بې برخې کړل شوی و.

بل يې نوی دسمال په لاس کې غبرګ نيولی په شنو پټيو کې په کوکيو پسي پښي يبله کله يوې او کله بلې خوا ته ترپيږي، تر څو د غبرګ شوي دسمال په مټ کوکۍ ترلاسه کړي.

دی هم له وسيلې د وسيلې کار اخلي، خو له هدف د ليري وسيلې. ده هم فکر کارولی خو فکر ته يې فکر نشته.

همدا راز لوستي لويان مو وليدل چې فکرونه د هدفونو پرځای پر وسيلو تړي او د منهج پر ځای خپل فکرونه پر اشخاصو څرخوي چې پايله يې خپلو فکري اشخاصو ته تقدس او معصوميت وربښل او له دوی پرته نور د تعصپ په رسۍ تړل دي. دوی د منفي فکر تقليد ځپلي او له افرادو يې د قضاء مُهر ساز کړی وي.

د نورو په فکر کې ښکيل وګړي دا تاوان هم کوي چې همفکره يې لکه د خپلو عيبونو د وليو ترشا سريخ وي، هېڅ عيب يې نشي درک کولای.

د نظامي چارو د سمبالښت لپاره فکر تر ټولو ښه وسيله ده، همدا ډول د ورانۍ لپاره بيا بد فکر تر ټولو لوی محرک جوتيدای شي. همدا لامل دی چې له فوځي جګړي وړاندي د فکري جګړې پيل وي، څوک چې فکري جګړه تر بريا ورسوي هغوی په نظامي جګړه کې هم بريا ترلاسه کوي.

لنډه دا چې: فکر د انساني ژوند لپاره د قائد حيثيت لري، په کومه چې ځي په هماغي مو له ځانه پسي کشوي، فکر مو رائې ته اړتیا نه لري، فکر، فکر ته اړتيا لري، فکر وکړئ، فکر وکړئ او فکر وکړئ! ایله به هدف درک کړای شئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button