نعمان لطیف
پښتانه متل کاندي” هندو ستړی خدای ناراضه” هندو که ټول عمر روژه شي, که ټول عمر مسجد ته خټې وکړي, که ټول عمر عبادات وکړي هیڅ پرې نه دي مرتب او نه د الله عزوجل رضایت ترلاسه کولای شي
هو! دا امکان شته دی چې دنیکو اعمالو له برکته الله رب کریم د ایمان توفیق ورکړي, مسلمان شي او بیا دهر نیک عمل په بدله کې لس چنده اجرونه ورکړي
ډېر خلک روژه وي, خولې یې له خوراک او څښاک بندې وي خو روژه یې فقط له خوراک او څښاک دخولې تړل دي او بس
دداسې خلکو په اړه رسول علیه الصلوة والتسلیم فرمایي: کَم مِن صایم لیس له من صیامه إلا الجوع والظمأ (ژباړه) ډېر ځله یو روژه دار ته دده له روژې, پرته د لوږې او تندې هیڅ په لاس ورنشي
روژه به وي خو په خرپ غیبت به کوي، دنظر حفاظت به نه کوي، روژه په خوله به قسمونه خوري، پردی حق به خوري او لمونځ به نه کوي
داسې خلک فقط فریضه اداء کوي، دوی داسې مثال لري لکه پردي بېگاریان چې دمزدورۍ قیمتي وخت او عمر په پردیو بېگارونو کې په مفته ضایع کوي
الله عزوجل چې پر موږ روژه فرض کړې ده، هدف ترې دا نه ده چې موږ ته زَجر راکړي، خولې مو بندې کړي او دصبر او استقامت ازموینه مو واخلي، بلکې هدف ترې داده چې په لږ تکلیف ډېر څه راکړي
په روژه کې هر عبادت څو چنده اجرونه لري، آن تر دې چې یو روژه دار ته په یوه کجوره ورکولو، موږ دروژه دار سره په ثواب ورگډوي
له بده مرغه موږ روژه دعبادتونه په ځای په غیبتونو تېروو، په مساجدو کې ناست او غیبتونه کوو، په دوکانونو کې غیبتونه کوو، حتی تر دې چې یوه ډله داسې ځوانان هم وینو چې دلارې پر سر ناست وي او په بېوسه کلیوالو ملنډې وهې
تېرکال زموږ یو کلیوال دلسو افغانیو یخ اخیستی ؤ، په لاره کې ناستو وزگارخېلو ملنډې پرې وهلې چې په دې دومره لیږ یخ شرمیږې هم نه؟
هغه بېوسه ؤ، محتاج ؤ او تمامه ورځ یې پردۍ مزدوري کوله
سخته گرمي او دجوزا سپېره بادونه چې دماغونه وچوي او چوي، په داسې حالت کې روژه په خوله پردۍ مزدوري بهادري ده او له سختې مجبورۍ کیږي؛ دداسې بهادرو خلکو لاس نیوی پکار دی، په دوی ملنډې وهل نه تنها دروژې دثواب دضیاع سبب گرځي، د الله عزوجل دغضب او ناراضتیا سبب هم گرځي
په روژه کې دخیر ښېگڼې په کارونو کې مسابقه پکار ده، روژه کې خپل چم گاؤنډ وڅارئ، وگورئ چې گاؤنډیان مو څومره خیرات ورکوي، څومره تلاوت او عبادت کوي، دڅومره غریبانو او یتیمانو کفالت کوي؟
له دوی سره مسابقه بالخیر وکړئ، ترې مخکې شئ او بیا وگورئ چې ژوند مو څومره ښه روان دی، څومره ترې مطمئن یاست، روژه مو څومره ښه تېرېږي او ها! که دبل کال روژې راتگ ته تر بل هر چا زیات په تلوسه کې نه شواست دعا راته ونکړئ.


















