شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمونځ مسائل (۶۵مه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 1, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
370
ځلې شریک شوی
298
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلی

په سجده سهوه کې د تسبيح ويلو ته ضرورت شته او که نه

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

پوښتنه : په سجده سهوه کې د تسبيح (سبحان ربي الاعلي) ويلو ته ضرورت شته او که نه؟.

ځواب : په سجده سهوه کې هم د (سبحان ربي الاعلي) ويل پکار دي، او د نورو سجدو په څير په هغې کې هم مذکور تسبيح سنت دى ([1]).

په کومو خبرو سجده سهوه واجبيژي

پوښتنه : په کومو کومو خبرو سره سجده سهوه واجبيږي؟

ځواب : په لاندې خبرو سجده سهوه واجبيږي.

(۱) د رکوع په تکرارولو سره، يعنې چې دوه ځلې وکړل شي.

(۲) د دريو سجدو په کولو سره.

(۳) په اوله قاعده يا په آخره قاعده کې د تشهد (التحيات) په پريښودلو سره.

(۴) په اوله قاعده کې له تشهد (التحيات) څخه وروسته د درود په اندازه د اللهم صل علی محمد وئيلو سره او يا همدومره وخت په چپ کيناستلو سره.

(۵) په جهري لمنځونو کې د امام په کرار وئيلو سره.

(۶) په سري لمنځونو کې د امام په جهر وئيلو سره سجده سهوه واجبيږي، په دې شرط چې دا ټولې خبرې په هيره سره وي ([2]).

که په لومړى قاعده (ناسته) کې شک وي

پوښتنه : که چيرته په لمانځه کې دا هيره شي چې لومړى قاعده (ناسته) شوې دى او که نه؟ نو په اخير کې څه کول پکار دي؟.

ځواب : که چيرته له سوچ کولو وروسته غالب ګمان داسې شو چې لومړى ناسته نه ده شوې نو سجده سهوه دې وکړى شي ([3]).

که مقتدي سهوه شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که چيرته وروسته مقتدي کومه سهوه وکړي نو به څه کوي؟

ځواب : د مقتدي په ذمه باندې په خپلې سهوې سره سجده سهوه نه واجبيږي ([4]).

 

لاحق به له امام سره سجده سهوه نکوي

پوښتنه : لاحق به له امام سره سجده سهوه کوي او که نه؟ که چيرته يې نکوي نو په هغه وخت کې به هغه څه کوي؟.

ځواب : په درمختار کې دي چې لاحق به له امام سره سجده سهوه نکوي، بلکې په اخير د لمانځه کې به يې کوي او په دې وخت کې به ناست وي، او که چيرته له امام سره سجده سهوه هم وکړي بيا به يې هم په اخير د لمانځه کې کوي نو لمونځ يې صحي دى ([5]).

که سجده سهوه لازم نه وه بيا يې هم وکړه حکم يې څه دى

پوښتنه : که يوه کس په لمانځه کې کوم سنت پريښود او په دې پوه شو چې سجده سهوه لازمه شوه، د سجدې سهوې له کولو وروسته ورته معلومه شوه چې په دې باندې خو سجده سهوه لازمه نه وه، اوس نو د هغه لمونځ وشو او که به يې را ګرځوي؟.

ځواب : په کوم کس باندې چې سجده سهوه واجب نه وي او محض شک يې وي چې سجده سهوه لازم دى نو داسې کس ته د سجدې سهوې کول نه دي پکار، هو ! که چيرته سجده سهوه وکړي لمونځ نه فاسديژي، مګر په اينده کې فکر پکار دى او د لمانځه د ضروري مسايلو زده کولو کوشش دې وکړى شي ([6]).

که په غلطي سره پنځه رکعته وکړى شي

پوښتنه : که چيرته د ماسپښين په فرض لمانځه کې يو امام په غلطي سره پنځه رکعته وکړي، د سلام له ګرځولو وروسته امام صاحب ووايي چې لمونځ دوباره کوو، دا په داسې حال کې چې له يو شمير خلکو څخه آوريدل کيژي که چيرته په غلطي سره پنځه رکعته وکړي شي او په اخير کې سجده سهوه وکړى شي نو لمونځ صحي کيژي، آيا دا خبره صحي ده او که نه؟.

ځواب : که چيرته په څلورم رکعت باندې ناست وو او د څلورم لپاره ودريدلو بيا نو د سجده سهوه په کولو سره لمونځ صحي کيژي، او که چيرته يې د څلورم رکعت اخيره ناسته نه وي کړې او د پنځم رکعت لپاره دريدلى وي او د پنځم رکعت سجده هم وکړي نو فرض لمونځ بالکل باطليژي، اوس يې دوباره کول ضروري دي، په داسې صورت کې د سجدې سهوې کول کافي نه دي ([7]).

که مسبوق په پاتې لمانځه کې سهوه شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که مسبوق په خپل پاتې لمانځه کې سهوه شي نو به څه کوي؟

ځواب : په داسې صورت کې د خپل لمانځه په آخره قاعده کې د سجدې سهوه کول په هغه باندې واجب دي ([8]).

 

([1]) امداد الاحکام، ١ : ٦٧٤.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٧.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٦٧، بحواله : درمختار، ج : ٢، ص : ٨٣، باب سجود السهو.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٧.

([5]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٨٢، بحواله : الدالمختار علي هامش ردالمحتار، باب الامامة، مطلب في المسبوق واللاحق والمدرک، ج : ١، ص : ٥٥٧.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢١٦، بحواله : تنوير الابصار، ج : ١، ص : ٥٩٩، قبيل الاستخلاف، فتاوى قاضي خان، ج : ١، ص : ٩٤، فصل في المسبوق، الهندية، ج : ١، ص : ٩٣، فصل في المسبوق واللاحق.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٧٣، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٩، الباب الثاني عشر في سجود السهو.

([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٧.

مخکینې مطلب

فکر او اغيز يې...

بل مطلب

سعودي: «شاهي سلام» ته نه درېدونکي قاضیان تحقیق ته وړاندې شول

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com