نیکولسن د جګړې ناکامي د سولې په بې بنسټه ادعاوو پټوي

سرلیکنه
په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو د جګړې قوماندان، چې له سپینې ماڼۍ یې د ګوښه کېدا امر هم شوی، له افغانستانه پنټاګان ته په ویډیويي کنفرانس کې ویلي چې یو شمېر طالب مشران د افغانستان له حکومت سره ”سولې“ ته لېواله دي، د طالبانو له منځنۍ او لوړې کچې کسانو سره اړیکې ټینګې شوې دي او هم د سولې په خبرو کې یو شمېر نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او هغه ډلې داخلې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ”سولې“ سره دلچسپي لري.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان په خپل ویډیویي کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو په مقابل کې د جګړې د ناکامۍ د پټولو په موخه دا ادعا هم کړې چې د کابل حکومت او د یو شمېر طالب مشرانو تر منځ، چې اوس یې نوم نه اخلي، د سولې په موخه پټې خبرې روانې دي.
یو شمېر غربی رسنیو چې په افغانستان کې د امریکا د تبلیغاتو لپاره ګومارل شوې دي، دا بې بنسټه راپور په ښه مد و شد خپور کړی او هغه ژورنالستیک اصل یې چې باید د راپور په جوړولو کې مقابل لوری هم وپوښتل شي تر پښو لاندې کړی. یادو رسنیو راپور نه، بلکې یواځې او یواځې تبلیغات خپاره کړي دي.
امریکا چې په افغانستان کې د افغان ولس (طالبانو) په مقابل کې ماتې وخوړه او په ټوله نړۍ کې رسوا شوه، د خپلې ماتې د پټولو او ځان ته د خټو د پوزې ایښودلو لپاره یې خپل پخواني اشنايان، چې له ډيره وخته يې مالي مرستې او نظامی تجهیزات ورکول، اوس د خپلې ماتې د پټولو او د افغانستان د وېش لپاره له حکومت سره د پخلاینې په نامه دې ته ګمارلي چې په افغانستان کې د امریکا لخوا ورکړل شوي پلانونه عملي کړي.
ګلبدين حکمتيار چې کابل ته د پخلاینې په نامه تللی، د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر څلورمه له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې طالبانو ته د سولې د یوه وړاندیز په اړه ویلي و چې د طالبانو لپاره د امن سیمو د جوړولو، په پلازمېنه کابل کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د طالبانو لپاره د یوه رسمي دفتر پرانیستل، په ځینو ولایاتو کې د طالبانو لپاره امن سیمې برابرې شي، څو طالبان په ازادانه توګه وکولای شي له خپلو کورنیو سره تګ راتګ وکړي.
دا هغه څه دي چې امریکا يې په افغانستان کې خپلو ملګرو ته د ورکړل شوي پلان له مخې عملي کوي او افغانستان له افغان حکومت سره د سولې په نامه ویشي.
طالبانو یو ډېر په زړه پورې قدم اخستې او هغه دا چې د نیکولسن بې بنسټه ادعا یې رد کړې ده.که یې رد کړې نه وای هم افغان ولس د حکومت او طالبانو تر منځ دا ډول د افغانستان د وېش سوله نه منله او نه یې مني.
نیکولسن خو به د حکومت او طالبانو ترمنځ په ۲۰۱۶ کال کې د کولمبیا او فارک د مخالفې وسله والې ډلې، په یوه وخت د جګړې او د سولې د خبرو مثال ورکوي، خو د افغان حکومت او کولمبیا تر منځ ډېر توپیر دی. د کولمبیا واکمن حکومت د جګړې او سولې دواړو واک درلود، چې افغان حکومت يې نه لري. په افغانستان کې د جګړې د دوام او له طالبانو سره د سولې واک دواړه له امریکا سره دي؛ ځکه طالبان یو خو د بهرنیو پوځونو په موجودیت او دویم د بې واکه حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، او بیا د هغسې سولې خبرې چې د افغانستان په وېش تمامېږي!
طالبانو چې افغان حکومت او په کابل کې د نړیوالو تاړاکګرو ځواکونو قوماندان نیکولسن په مرکز کابل او ولایاتو کې په پرلپسې کامیابو بریدونو وارخطا کړ، امریکا اوس د دولت د سولي شورا په نوم ادارې ته په ورکړل شوي پلان بیا کار پیل کړ، څو په جګړه کې هم خپله ماتې پټه کړي او هم د افغانستان وېش ته د سولې په نامه زمینه برابره کړي.



