غزني او کونړ ته نوي والیان وټاکل شول، او د زابل والي استعفا ورکړې

غزني او کونړ ته نوي والیان وټاکل شول، او د زابل والي استعفا ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۱)

د سیمیزو ارګانونو خپلواکې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د زابل والي خیال محمد حسیني څه موده وړاندې  د شخصي او روغتيايي ستونزو له امله استعفى ورکړې وه چې نن د ولسمشر له خوا ومنل شوه.

د زابل مستعفا والي خیال محمد حسیني

بل پلو یادې ادارې ویلي چې د غزني والي عبدالکریم متین له دندې ګوښه او پر ځای یې د کونړ اوسنی والي وحيدالله کليمزى ټاکل شوی دی.
همداراز عبدالستار میرزکوال بیا د کونړ د نوي والي په توګه ګمارل شوی چې په خبره یې دواړه واليان به پخپلو اړوندو ولايتونو کې خپلې دندې پيل او معرفي شي.
د پژواک د خبر تر مخه؛ کلیمزی د وردګو اوسیدونکی دی او تر دې وړاندې یې د کونړ د والي په توګه دنده مخته وړله
مېرزکوال د پکتيا دى، او تر دې وړاندې یې د هلمند د مرستيال والي په توګه دندې ترسره کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button