د تورو لړمانو قاچاق.. په افغانستان کې یوه نوې او ګټوره سوداګري

د لړمانو ښکار که څه هم په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې روان دی، خو اوس د هرات او فراه ولایت شپونکیانو، غریبو وګړیو او ځینو نورو کسانو ته په یوه سوداګرۍ اوښتی دی او له دې لارې زیاته ګټه ترلاسه کوي.
په هرات ولایت کې د تورو لړمانو یوه ښکاري عرب نیوز رسنۍ ته ویلي هرات او ورسره نږدې فراه ولایت، چې پراخې او سوځوونکې دښتې لري، د تورو لړمانو د ښکار لپاره مشهور ځایونه دي.
د نوموړي په خبره، ”له څو میاشتو راهیسې له دې یوه ګټه جوړوونکې سوداګري جوړه شوې ده. پخوا به مو تور لړمان وژل ځکه ډېر مرګوني دي، او اوس یې په پیدا کولو پسې ګرځو.“
د عرب نیوز د راپور له مخې، په فراه کې ښکار شوي لړمان پر بهرنیو پېرودونکو د پلورلو لپاره هرات ولایت ته وړل کېږي او اخیستونکي یې زیاتره چینایان، عرب او ایراني وګړي دي.
په دې سوداګرۍ کې لاس درلودونکي کسان ادعا کوي چې پلورل شوي لړمان له غیرقانوني لارو پاکستان، ایران، سعودي او اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېږي.
ویل کېږي د هرات په پټو بازارونو کې د یو ۱۵ ګرامه لړم بیه ۳۵۰۰ امریکايي ډالره ده. هر څومره چې لړم لوی، دروند او تور رنګه وي، بیه یې هم لوړېږي.
د هشت صبح ورځپاڼې د یوه راپور له مخې، یو ۹۰ ګرامه تور لړم حتی په ۱۲۰ زره ډالره پلورل شوی دی.
د هشت صبح ورځپاڼې په خبره، تور لړمان زیاتره د فراه او نیمروز له ولایتونو او د هرات د غوریان او کهسان په ولسوالیو کې ښکار کېږي. خو هغه چې ډېر غوښتل کېږي او ارزښت یې زیات دی د فراه په وچو او سوځوونکو دښتو کې پیدا کېږي.
د چاپېریال ساتنې فعالانو د لړمانو او نایابه مارغانو پر سوداګري اندېښنه ښکاره کړې او له حکومته یې د حیواناتو د قاچاق، ښکار او د سوداګرۍ د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد، عرب نیوز ته ویلي دوی پلټنه کوي چې ایا دا سوداګري قانوني او که غیرقانوني ده. نوموړی وايي سیمه ییزو چارواکو ته په دې اړه هدایات ورکول شوي دي، خو د هدایاتو څرنګوالی یې نه دی روښانه کړی.
د نورو موخو لپاره د استعمال برسېره، د تورو لړمانو له زهرو د سرطان په ګډون د بېشمېره ناروغیو په درملو کې کار اخیستل کېږي او همداراز د نشه یي توکو په څېر څکول کېږي. د چین په ګډون په ځینو هېوادونو کې لړمان د مشهورو خواړو په توګه خوړل کېږي.
د لانګ وار ژورنال امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې په امریکا او اروپا کې د لړمانو د زهرو تقاضا ډېره لوړه ده، او یو ګېلن یې په ۳۹ میلیونه امریکايي ډالره پلورل کېږي.



