دېرش کاله وروسته په افغانستان کې ورک شوی روسی پیلوټ پیدا شو

د یوه روسی پیلوټ په اړه چې په ۱۹۸۰ز کلونو کې یې الوتکه د مجاهدینو له لوري رانسکوره شوې وه او وژل شوی بلل کېده نږدې ۳۰ کاله وروسته ویل شوي چې ژوندی دی.
روسي رسنیو د یاد پیلوټ نوم الکساندر میرانوف ښوولی دی.
د روسیې د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، د نوموړي الوتکې د ۱۹۸۷کال په اکتوبر میاشت کې د باګرام له هوايي ډګره پرواز وکړ او له هوايي ډګره ۱۸۰ کیلومتره لیرې یې سقوط وکړ.
د بایويي برادستوا په نوم د پخوانیو عسکرو د اتحادیې مرستیاله، ویاچسلا کالینین، وايي چې د شوروي یاد ورک شوی پیلوټ ممکن اوس مهال په پاکستان کې وي.
ویاچسلا کالینین وايي، ”د نوموړي الوتکه په ۱۹۸۷ز کال کې رانسکوره شوه. کېدای شي اوس تر ۶۰ کاله کم لري. ممکنه ده نوموړی په پاکستان کې وي ځکه د شوروي د جنګي اسیرانو کېمپ په همدې هېواد کې و. زما په نظر، د نوموړي الوتکه په افغانستان کې رانسکوره شوه او وروسته یې بیا پاکستان ته نقل کړ.“
په بایويي برادستوا اتحادیې کې یوې سرچینې د روسيې ټاس اژانس ته ویلي، د میرانوف په هکله یې معلومات له امریکایانو ترلاسه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، ”د پیلوټ په تړاو ټول معلومات د جنګي بندیانو او تري تم شويو کسانو په اړه د روسیې-امریکا په ګډ کمېسیون کې د امریکايي استازو له لوري روسیې ته ورکړل شوي دي.“
د روسیې د هوايي ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي، والري ووستروتین، د آر آی اې نووستي په نوم دولتي خبري اژانس ته ویلي چې یاد پیلوټ خپل هېواد ته ستنېدل غواړي خو ”د بېرته ستنېدلو لپاره یې مالي، اداري او ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا ده.“



