د ټرمپ د واکمنۍ یو کلنه دوره کې امریکایي پوځ ”۵۰۰ ملکي وګړي وژلي“

د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته ویلي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړي کال د امریکايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې نږدې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سي این این ټلوېزون د راپور له مخې، پنټاګان کانګریس ته په خپل رپورټ کې ویلي، دفاع وزارت په تېر ۲۰۱۷ز کال کې په افغانستان، عراق، سوریه او یمن کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو له امله د ۴۹۹ ملکي وګړو د وژل کېدو او د ۱۶۹ نورو ملکي وګړو د ټپي کېدو مؤثق راپورونه ترلاسه کړي.

په یاد رپورټ کې، چې په ۲۰۱۷ز کال کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې پر ملکي تلفاتو راڅرخي، ویل شوي دفاع وزارت داسې کره رپورټونه، نه دي ترلاسه کړي چې په صومالیا او لیبیا کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو له امله ملکي وګړو ته اوښتي تلفات وښيي.

په رپورټ کې ویل شوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو ۴۵۰ نور رپورټونه لا هم نه دي ارزول شوي، یعني په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو شمېر زیاتېدای شي.

رپورټ پر ځمکني او هوايي دواړو عملیاتو راڅرخي.

د سي این این د رپورټ له مخې، د ډونلډ ټرمپ د ادارې په لومړي کال په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او صومالیا کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه زیات شول او په لیبیا کې یې شمېر راکم شو.

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ له لوري له خپرو شویو شمېرو معلومېږي په ۲۰۱۷ز کال کې پر افغانستان ۴۳۶۱ او په عراق او سوریه کې ۳۹۵۷۷ هوايي بریدونه ترسره شوي دي.

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ یو تازه رپورټ ښيي چې د روان ۲۰۱۸ز کال په لومړیو څلور میاشتو کې پر افغانستان نږدې ۱۷۴۸ بمونه غورځول شوي دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button