(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۲) د افغانستان د الف لوبډلې او د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تر منځ پرون ماښام تمریناتي شل اوريزه تمريناتي لوبه کې افغانستان بنګله ديش ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د بنګله دېښ لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
بنګله دېش په ټاکلو شلو اورونو کې افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه خو افغانستان ياد هدف په اوولس اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو پوره او د بنګله دېش لوبډلې ته يې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.
په لوبه کې حضرت الله ځاځي تر ټولو زياتې ۶۹ منډې جوړې کړې، دغه راز محمد نبي ۳۲ او شفيق الله شفق ۲۸ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې.
ټاکل شوې ده، د جون په درېيمه د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درې شل اوريزو سياليو لړۍ د هند په دهرادون ښار کې پيل شي.















