اسراييلي پوځيانو يوه فلسطينۍ نرسه په ډزو وژلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۲) د فلسطيني رسنيو د راپورونو له مخې، اسراييلي عسکرو د جمعې په ورځ د غزې به “خان یونس” سيمه کې په هغو نرسانو ډزې کړي چې د فلسطيني وګړو درملنه يې کوله.

ځايي سرچينو، د غزې د چارواکو له قوله ليکلي د نرسانو له ډلې يوه فلسطينۍ ځوانه نرسه “رزان اشرف النجار” د اسراييلي پوځيانو په ډزو داسې مهال ووژل شوه هغې خپل دواړه لاسونه پورته نيولي و او د نرسانو جامې يې په تن کړې وې.

د فلسطين د روغتيا مسئولین وايي، اسراييلي پوځيانو د غزې په تړانګه کې فلسطينۍ نرسه رزان اشرف النجار په قصدي ډول په ډزو وژلې او څو نور نرسان يې ټپيان کړي دي.

۲۱ کلنې رزان  د غزې په تړانګه کې د فلسطيني ټپیانو درملنه کوله چې اسراییلي پوځیانو ډزې پرې وکړې د سينې په برخه کې يې وويشته او ځای پرځای ووژل شوه.

له تل ابيب څخه قدس شریف ته د امريکايۍ سفارت له انتقال وروسته د فلسطين په بېلابېلو سيمو کې د اسرييلو پرضد اعتراضيه غونډې او لاريونونه روان دي چې تر دې دمه د اسرائيلي عسکرو په ډزو ۱۳۲ فلسطينيان وژل شوي او له دوه زرو زيات ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button