امریکا د خپلې ماتې اعلان ولې نه کوي؟/ خالد روان

پر امریکا ټولې لارې وتړل شوې. دلته یې جنرالان هره ورځ یوه نوې ببولاله غږوي. کله وايي، د طالبانو ځینې مهم قومندانان غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي، کله وايي، ځینې طالبان سوله غواړي، کله وايي، په روانه اوونۍ کې یې د طالبانو ۷۰ قومندانان وژلي؛ خو نه د طالبانو په بریدونو کې کموالی راغی، نه سوله وشوه، نه طالبان کم شول، بلکې ورځ تر بلې لا پراخه سیمې نیسي، ولسوالۍ سقوط کوي او اوس خو یې څو ولایتونه سقوط ته نږدې کړي دي.
دوی خپل دروغ بیا تکرار کړي او خلکو ته وریاده کړې، چې دغه جنرال خو تېره میاشت هم دروغ ویلي وو، نه طالبانو سوله وکړه، نه یې هغه قومندانان کابل ته راغلل، نه چا ولیدل او نه ورنه یو چا پوښتنه وکړه، چې تاسې به تر کومه وخته موږ او خپل ملته دروغ وايئ؟
د افغان حکومت د امنیتي ادارو ویاندویان یې هم خبره ورغبرگه کړي او د تایید سر ورته وخوځوي؛ خو په دې پوه نه یې، چې جنرال نیکولسن څه ویلي او څومره یې رښتیا ویلي؟ خو دوی ته نیکولسن خبره د کاڼي کرښه ښکاري او باید تایید یې کړي.
پوه اوولس کاله امریکا، ناټو او افغان حکومت دروغ وویل. دوی د روانې جگړې د گټلو شعار یوه میاشت ورکاوه، خو پوره اوولس کاله وروسته بیا هغه پاشلي طالبان دومره قوي شول، چې اوس ولایتونه نیسي، امریکا ته تر ټولو ستر گواښ همدغه طالبان دي، امریکا پرې ټول زور وازمایه؛ خو بیا هم مات نه شول او نه ووېشل شول، بلکې ورځ تر بلې یې صفونه قوي کېږي او پرمخ روان دي.
که همدا بېگاه ته د کومې دولتي رسنۍ خبرونه وگورې، نو فکر به وکړي چې له افغانستان نه اوس فرانسه جوړه ده، دلته هېڅ مشکل نهشته، هر څه سم روان دي، جگړه خو لا دلته څوک پېژنې نه. خو که لږ په رښتیني ډول ځان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو خبر کړې، بیا به پوه شي چې افغانستان څومره وخیم حالت کې دی؛ خو چارواکي یې یوازې جېبونه ډکوي، د ملت په سترگو کې خاورې شېندې، ملت یې له لوږې مري، خو دوی بیا دروغ وايي او د روانې جگړې د گټلو تش شعارونه ورکوي.
تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن وویل، چې ځینې طالبان سوله کوي او سولې ته ژمن هم دي او په کنایوي ډول یې وویل، چې آن د سولې خبرې اترې هم ورسره روانې دي.«معلومات لرم چې یو شمېر طالب چارواکي سولې ته ژمن دي او غواړي دمذاکراتو له لارې د افغانستان ستونزه حل کړي، البته فعلا نه غواړم چې د هغو طالبانو د نومونو او پېژندنې په اړه څه ووایم کوم چې مذاکراتو ته لېواله دي.»
خو که یوه میاشت وروسته یې بیا وریاده کړې، چې ستاسې هغه طالبان څه شول، چې سولې ته ژمن وو او له تاسې یې خبرې کولې، نو کېدای شي درته ووايي، چې دغه خبره زموږ پخواني جنرال کړې وه او زه ترې خبر نه یم.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنرال نیکولسن خبرې بابیزه وگڼلې، چې گویا ځینې طالبان سوله کوي، بلکې په خبره یې چې امریکايي جنرالان غواړي په دغسې خبرو خپل ملت دوکه کړي او د ټرمپ د ستراتېژۍ د ماتې مخه ونیسي.
هو طالبان سوله کوي، طالبانو شپږ کاله مخکې په قطر کې خپل دفتر د دې له پاره پرانیستی، چې روانه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي، امریکا د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېږدي، امریکا پیل کړې جگړه بس کړي، له افغانستان په یوه مخیز ډول ووځي او یا د خپلو عسکرو د وتلو نړیوال تظمین ورکړي، بس په سبا سوله ده او ټول طالبان جگړه بس کوي.



