نعمان لطیف
ماښام ته یو ساعت پاته ؤه چې لاره له دواړو لوریو وتړل شؤه او د اردو عسکر په منځ ساحه کې تیارسۍ ودرېدل
هیڅ نپوهېدل چې کیسه څه ده، او موږ به تر څو دلته ولاړ یو؟
عسکرو خوا ته څوک نه ورپرېښودل او له لیرې یې دلاس په توندو اشارو پوهؤلې چې خوا ته یې دورتلو کوښښ ونکړې
موږ چې ټوله ورځ دښار کړسنده لمر او سختې ګرمۍ وهلي ؤ، له تندې مو تالو سره ورغلی ؤ. شونډې مو خوځېدې خو خبرې ترې نه راوتلې؛ حیران ـ دریان ؤ چې دې خړه دښته کې به تر کومه ایسار ؤ؟
عسکرو څوک ځان ته نه پرېښودل، زموږ او پورې خوا د ایسارو مسافرو تر مابین کابو یو کیلو متر ساحه بشپړه عسکرو کلابنده کړې ؤه. هغوی پورې خوا او موږ دېخوا، له حاله او ځانه ناخبره ولاړ ؤ
مسافرو تبصرو ته برید ښخ کړ؛ چا ویل امریکایان ورسره دي ساحه GPS کوي، چا ویل دې ځای کې تل وخت دتېلو بوی وي، ممکن ماشینونه یې راوړي وي او….
یو مسافر چې له ټیپ ټاپ تعلیم یافته ښکارېده، په لنډو ټکو وویل: کله چې په کوم هېواد پردي عسکر هجوم ورؤړي او حریت یې سلب کړي، هلته بیا هیڅوک نپوهیږي چې اصل کیسه څه ده؟
تعلیم یافته ځوان منطقي ږغېده خو وخت اجازه ورنکړه او له لیرې د اذان ږغ واورېدل شو. د اذان سره سم هر مسافر دخپل موټر پر لور منډه واخیسته او په ښار کې دروژه مات لپاره، درانیولیو توکو یې خولې ډکې کړې
زه یو موټر ته تکیا شؤم او دچورتونو ټال ته پورته شؤم؛ بالفرض که ساحه د افغان عسکرو په ملګرتیا امریکایانو کلابنده کړي وي، اوس به موږ څاري او په دې به شکرونه کاږي چې افغانان دومره وپاشل شؤه چې ان دروژه مات لپاره، یو او بل ته یوه دانه کجوره هم نه ورکوي
بیا به مې له ځانه سره وویل؛ دوی به په دې شکرونه کاږي چې له عقیدي سره مو دومره په واټن کې کړه چې بل مسلمان ترې هېر دی او فقط دخپلې ګېډې تر هؤس لاندې دی
په زړه کې یو ارمان راوګرځېد، له سترګو مې اوښکې وڅڅېدې؛ که اوس موږ کتار کتار کېښنوستلي وای او هر یؤه له ځانه سره له رانیولیو خوراکي توکو، لیږ لیږ دروژه مات لپاره پخپلو کې تقسیم کړای او په ګډه خوړلی وای، که امریکایانو څارلی څومره به یې زړونه چاودېدلای وای او حتماً به یې ائنده نسل ته داسې ویل: کوم ملت چې نه بېلیږي هغه نه ماتیږي او کوم ملت چې بېل شو هغه مات شو
















