(کابل ټکی کام سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل):
نن افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې دويمه یوه ورخينۍ سیالۍ کې هم خپل سیالې لوبډلې زمبابوې ته په ۴۵ منډو تفاوت سره ماتې ورکړه .
پچه د زمبابوې کپتان وګټله د بالینګ پرېکړه يې وکړه، افغانستان ۱۹ کلنو تکي ځوانانو لوبډلې ته يې د بیټینګ یامنډو جوړولو چانس ورکړ.
سره له دې چې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په پیل کې غوره لوبه ونه کړه لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل .
رحمت الله سهاک، ناصر خان او احسان الله درې واړه په ډېرو کمو منډو سره وسوځېدل، خو وروسته بیا اکرام فیضي ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په ۶۵ منډو کولو سره تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو او کریم جنت ۳۱ منډې د فیصي په ملتیا وکړې.
افغان ۱۹ کلنو ځوانو لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې ۲۳۷ منډې خپلې سیالې لوبډلې ته هدف ورکړ.
بېرته په ځوابي توپوهنه کې زمبابوې لوبډلې ته افغان ۱۹ کلنو ځوانو لوبغاړو ورکړل شوی هدف ترلاسه نشو کړای، د سیالۍ په ۴۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیددو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې، چې سیالۍ افغانستان په بريا سره پای ته ورسېدله .
د لوبې غوره لوبغاړی ظاهر خان اعلان شو چې ۴ وېکټې يې واخیستې، راشد ارمان او کریم جنت دوه دوه لوبغاړي وسوځول .
د یادونې وړه ده چې د افغان ۱۹ لوبډلې لومړنۍ ۵۰ اوريزه سیالي هم له سیالې لوبډلې زمبابوې نه ګټلې وه .
بدرالدين ځواك


















