د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې افغانستان ته د متحده عرب اماراتو ځواکونه راځي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۶)

د لومړي ځل لپاره تیره ورځ ولسمشر د ملي امنیت شورا په ناسته کې د متحده عرب اماراتو د پوځیانو راتګ منلی دی.

د متحده عرب اماراتو پوځیان چې تر ډیره پاکستاني او د نورو هیوادونو اتباع دي هڅه به وکړي تر څو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته د مشورو ورکولو سربیره په جګړییزو ډګرونو کې هم د هغوی ملاتړ وکړي.
د ارګ د خبر پاڼې سره سم، دا ځواکونه د سوفا د موافقتنامې د سند پر اساس راځي او تیره ورځ د اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا له خوا یې راتلل تائید شول.
واک ته د امریکا د نوي ولسمشر له رسیدو سره سم امریکا په افغانستان کې د بهرنیانو د جلبولو پراخې هڅې پیل کړې چې په دې لړ کې د امریکا یو شمیر نږدې عربو هیوادونو هم ژمنه کړې چې د واشنګټن د غوښتنې پر اساس به کابل ته یواځې دومره سرتیري استوي چې د دوی حضور ثابت کړي.

امریکا په دې توګه غواړي ځان په سیمه کې د لویو رقابت کونکو هیوادونو (چین او روسیه) له ملامتۍ او نیوکو وژغوري او په خلاص مټ خپل فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button