(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۷)
نن سهار ولسمشر غني د یوه پيغام له لاري له وسله والو سره د اوربند اعلان وکړ او ویلي دي چي د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمي پوري به پر وسله والو طالبانو هیڅ حمله نه کوي
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي “موږ د روان تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د ګډ حکومت د مشر د هلو ځلو ننګه او ملاتړ کوو.”
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن هم دا د سولییزو مذاکراتو د پیل لپاره یوښه فرصت بللی چې په خبره یې په دې توګه به روان تاوتریخوالی څه اندازه را کم شي.
جانسن ویلي؛ بریتانیا به له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي او پر طالبانو یې ژغ کړی چې د سولې له بهیر سره یوځای شي .
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ څو شیبې وړاندې په بروکسل کې د افغانستان به هکله رابلل شوې غونډې ته وویل؛ د افغان حکومت له خوا د موقت اوربند ملاتړ کوي او طالبان یې سولییزو مذاکراتو ته ور وبلل.
هغه زیاته کړه، موږ په سبانۍ غونډه کې افغانستان ته د نورو ځواکونو لیږل هم ارزوو او زیاته کړې یې ده چې طالبان به کله د جګړو له لارې خپلو موخو ته ونه رسیږي.
ملګرو ملتونو هم د دې وړاندیز ملاتړ کړی.
شنونکي وایي؛ د غني له وړاندیز څخه د نړیوالو داسې فوري ملاتړ حیرانونکی دی او ښایي د پردې تر شا ډیر ناویلي څه وي چې لا هم نه دي رسنیز شوي.
دوی زیاتوي؛ امریکا او نړیواله ټولنه هڅه کوي د غني له دې وړاندیز څخه له دې کبله هم په بیړه ملاتړ وکړي چې ګواکې مقابل لوری یې لږ تر لږه پر نسبي خپلواکي باور وکړي.
ځکه طالبان افغان حکومت د یوه بلواکه حکومت په توګه پیژني او د جګړې له اصلي لوري سره چې امریکا ده، په مخامخ مذاکراتوټینګار کوي .
طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی


















